IQNA

د دښمنانو د اتخاباتو د بدنامولو اصلی هدف دا دی چې دا نظام خراب كړی.

8:53 - June 06, 2009
د خبر لمبر: 1787459
د تهران د جمعې خطيب د جمعې د لمانځه په دويمه خطبه كښې د دښمنانو منفی تبليغاتو ته په پام وويل: د دښمنانو د اتخاباتو د بدنامولو اصلی هدف دا دی چې دا نظام خراب كړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش، دتهران دجمعې لمانځه خطيب له اسلامی ايران سره د امريكا مخالفت ،جرړيزه او يو مصداق یې له صهيونست رژيمه د ا مريكا ملاتړ وباله.
آيت ا.... احمد جنتی نن په قاهرې كې ايران په اړه داوباما خبروته په اشارې سره وويل، ددواړه لورو اختلاف جرړيزه دی او يوه مسله صهيونست رژيم دی چې په سيمې كې د شر تاوتريخوالو ، ظلم او وژلو مسول دی.
هغه زياته كړه ،كه امريكا غواړی چې تر اوسه هم له اسراييلو ملاتړ وكړی ،دتهران او واشنګټن روابط به همداسې وی .
هغه دلبنان ،فلسطين ،افغانستان او عراق په مسلو كې لاسوهنه ،يو بل مورد وباله چې امريكابايد ترې لاس واخلی ،او وې ويل،په نړۍ كې له امريكا كركه دبدلون په شعار سره له منځه نه ځی .اود دې علت چې دنړۍ ملتونه له امريكا كركه لری،په نړيوالو ظلم او په حق تلفۍ كې دواشنګټن چلند دی.
هغه همداراز د ۱۳۴۲ كال د غبرګولی د ۱۵ نیټې پاڅون په يادولو سره چې د امام خمينی ره په مشرۍ د اسلامی انقلاب زمينه جوړونكی و،وويل، دايران انقلاب تاريخی او بې بديل دی او امام خمينی ره ،د نه شرقی او نه غرپی په سياست سره ،دايران خلكو ته بشپړ ،تضمين شوی او له عزته ډكه خپلواكی ډالۍ كړه .
هغه ددې خبرې په كولو سره چې دامام خمينی ره سپارښتنې له ۲۰ كاله وروسته هم انسان جوړونكی او انسانان ویښوی ،زياته كړه،دهغوی وصيت نامه د ژغورنې دلارې ورښودلو لپاره ټول مظلوم بشر او مسلمانانو ته سپارښتنه ده او پرې عمل كول،د بشری نيكمرغۍ سرچينه ده.
هغوی د ايران دولسمشرۍ انتخاباتو د نه سالم ا وسيدو او داغی ښودلو لپاره د لويدیځو رسنيو ناوړو تبليغاتو ته په اشارې سره جوته كړه،ددښمنانو هدف يواځې دايران انتخابات نه دی بلكه هدف یې د تفرقې او تاوتريخوالو په رامنځته كولو سر ه د اسلامی جمهوری نظام نسكورول او د اسلامی انقلاب ځپل او پر خلكو بيا سلطه ده خو د ايرانيانو په هوښيارۍ او د يووالی ، صداقت او اخلاقو او د رهبری دستر مقام د سپارښتنو په رعايتولو او همداراز د انتخاباتو پر بهير د اساسی قانون د ساتندویې شورا هر ا ړخيزې څآرنې سره د دښمنانو نقشه شنډه شی .
416287
captcha