د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش، په هالينډ كښې د اهلبيتو(ع) د نړيوالی غونډې مشر او د دې هيواد د شيعو د مجلس غړی «سيد محمد سالم معلم زاده» د ايران د قرانی خبری اژانس سره په خبرو كښې وويل: امام خمينی(ره) د دې خبرې لپاره انقلاب شورو كړ چې خلكو ته وښايی چې د لويدیځ او ختیځ دا نظر چې په سياست كښې مذهب څه رول نه لری غلط دی او د دې دواړو ظالمو هيوادونو په وړاندې يو بل طاقت د اسلام دی او په همدې طريقه د ختیځ طاقت له منځه لاړاو د لويدیځ طاقت هم په وړانيدو دی.
د امام خمينی د انقلاب مركز دا و چې هغه خلك قران ته راوبلل و د مسلمانانو په ټولنه كښې قران حاكم او جاری كړ. د هغه ټولې نظریې او كارونه د قران مطابق وو او د هغه اسلامی حكومت له قرانه او پيغمبر(ص) له حديثنونو سرچينه لرله چې هغه د ولايت فقيه نظريه وه.
417114