IQNA

مسلمانانو عالمانو د يهوديانو د ابادۍ په خلاف فتوا وركړه

8:35 - June 08, 2009
د خبر لمبر: 1788472
نړيواله ډله: له مسلمانانو عالمانو 52 كسانو دا فتوا وركړه چې د قدس مسلمانانو ته پام نه كول او د مسجد الاقصی مسلې ته پام نه كول او رژيم صهيونيسټی سره رابطه جوړول حرام دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له attajdid.info یې نقلوی، د اسلامی تحريك مشر«رائد صلاح» د قدس او مسجد الاقصی د نيولو په 42 كليزې كښې په سمينار كښې د دې فتواګانو متن د عالمانو په لاس ليك سره ولوسته چې پكښې د قرضاوی، سلمان بن فهد العوده او همدارنګ د قدس د عربستان د جماتونو، د فلسطين، تركیې، موريتانی او اردن د عالمانو لاس ليكونه هم شامل وو.

په دې فتوا كې راغلی دی: د قدس، مسجدالاقصی او د فلسطين د نيولو شويو ځمكو ازادول د ټولو مسلمانانو شرعی ذمه واری ده او هر يو كس دې بايد په خپل ځای خپلو امكاناتو سره دې مقصد ته د رسيدلو هڅه وكړی.د قدس او مسجد الاقصی نامه په قران او د پيغمبر(ص) په حديثونو كښې راغلی دی.
417153
captcha