IQNA

9:17 - June 09, 2009
د خبر لمبر: 1788915

د اسلامی كانفرنس لخوا، اوباما ته د عملې قدمونو د اخستلو ښوونه وشوه

سياسی او ټولنيزه ډله: د مصر په پلازمينې قاهره كې د امريكې ولسمشر ښاغلی اوباما د مسلمانانو سره د خطاب په هكله د اسلامی كانفرنس مشر احسان اوغلو په يوې بيانیې كې وويل چې اوباما د خبرو په ځاې عملې اقدامات او بدلون راولی.

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له فرانس خبری اژانس AFP یې نقلوی چې د اسلامی كانفرنس مشر احسان اوغلو ويلې دی چې د اسلامی كانفرنس غړی هيوادو د اوباما د عملی بدلون منتظر دی چې امريكه به كله خپل نوې سياست شورو كوی چې د بدلون شعار یې لګولې ؤ. د تشو خبرو په ځای عملی اقدامات دې وكړی.
يادونه كوو چې د لبنان حزب الله د امريكې د ولسمشر د اسلامی نړۍ سره وينا په هكله ويلې دی چې د امريكې ولسمشر دغه وينا د د امريكې د عملی سياست سره څرګند تضاد لری.
416946
captcha