IQNA

د اسلامی امت مقاومت، «اوباما» دې ته مجبور كړ چې خپل سياست بدل كړی

9:16 - June 09, 2009
د خبر لمبر: 1788926
نړيواله ډله: په قاهره كښې د امريكې د اولس مشر «باراك اوباما» خبرې چې د امريكې سياست د مسلمانانو په نسبت بدل شوی دی څه عملی اړخ نه لری او د اسلامی امت مقاومت امريكه دې ته مجبوره كړه چې خپل سياست بدل كړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې له «saffar.org» ويب پاڼې یې نقلوی، د عربستان شيعه پوهان «حسن الصفار» په دې هكله وويل: د اسلامی امت بيداری او خبرتيا د دښمنانو ډېر نيرنګونه او فريبونه خراب كړل او مسلمانان د رهبرانو او د دينی پوهانو په هوښيارتيا سره ډېر خبر او ویښ دی.

هغه په دې باندې چې ځنې ساده مسلمانان د اوباما خبرو ته هركلی وايی ډېر د حيرانتيا څرګندونه وكړه او ویې ويل: امريكې خپلو غلطو سياستونو سره څو څو ځله د اسلام د مقدساتو توهين او سپكاوې كړی دی او اوس هم د اسلام په خلاف ځينې كارونه د امريكې په لاس چلیږی.
417826

captcha