IQNA

په لبنان كښې "په قران كښې اوسنی قرائتونه" كتاب خپور شو

7:32 - June 10, 2009
د خبر لمبر: 1789331
نړيواله ډله: «قراءات معاصرة فی النص القرآنی»؛"په قران كښې اوسنی قرائتونه" كتاب د لبنان د اسلامی تمدن او تفكر د مركز په مرسته خپور شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، د دې كتاب مطلبونه او موضوعات د لبنان د اسلامی تفكر او پراختيا د مركز د پوهانو په مرسته او د اسلامی نړۍ مفسرانو او د قرانی پوهانو سره د خبرو اترو په نتيجې كښې راټول شوی دی.

په دې كتاب كښې څلور څپركی دی. 1ـ د قران د اوسنی دور د قرائتونو بدلون او ولاړتيا، 2ـ د اوسنی قرائتونو په هكله بيلا بيل نظرونه، 3ـ د قران د متن په قرائت كښې تفكيك او تاويل، 4ـ قران او ټولنيز بدلونونه.
په دې كتاب كښې ټول دوه سوه اتيا مخونه دی.
418046
captcha