د تهران د جمعې لما نځه خطيب ايت ا... محمد اما می كا شا نی نن د ولسمشرۍ د لسم پړاو په انتخا با تو كې د ايرانی ولس پراخ شتو ن ته په اشا رې سره وويل د ايران ستر او پو هه ملت چی تر اوسه یې د اسلامی انقلاب په بيلا بيلو ډګرو نو كې خپل بر يا لې شتو ن ثا بت كړې دې ، نن هم د ولسمشرۍ په انتخا با تو كې په خپل پراخ شتو ن سره د اسلامی ايران غليما ن نا هيلی كړل.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، ايت ا... كا شا نی په انتخا با تو كې د خلكو شتو ن هم حق او هم د هغو دنده وبلله او ویې ويل په ډګر كې د خلكو شتو ن د اسلام غليما نو ته ځو ا ب او هم د اسلام خد مت دې .
ايت ا... اما می كا شا نی همدا راز د ايران د اسلامی جمهو ريت د غليما نو د دسيسو په وړاندې د خلكو د ځير تيا د سا تلو د ضرو رت په اړه په خبر داری ور كو لو سره ، ولايت فقيه چی اما م خمينی رح د هغه بنسټ كیښود ،ضروری او ستر نعت وبا له .
د تهر ان د جمعې لما نځه خطيب همدا راز د اسلام د ګر ان پيغمبر ص د ګرانې لو ر حضر ت بی بی فا طمه الزهرا د نيكمر غه زو كړې د رارسيدا او په ايران كې د ښځې ورځې په منا سبت مبا ركی وويله .