د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د رهبر له دفتره یې نقلوی، د اسلامی انقلا ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د ايران ملت ته په يوه پيغام كښې ټينګار وكړ چې د ولسمشرۍ په ټاكنو كې د ايران د ولس حماسی ګډون بی ساری او هیښونكې پیښه وه چې په هغه كې هوډمنه انقلابی څيره او سياسی وده او د ايران دملت مدنی ظرفيت او توان د نړيوالو دسترګو په وړاندی په ښكلې او پرتمينه منظره كې ننداری ته وړاندی شو .
د رهبرۍ سترمقام جوته كړه هغه اقتدار چې د ايران ملت په آرامښت ، متانت او كمال سره د هيواد په تاريخ كې ثبت كړ دومره اهميت لری چې په معمولی او دودی رودی سره یې نه شو بيانولای .
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د ايران د ولسمشرۍ د لسمی دوری انتخابات او په دې چاره كې د خلكو پراخ ګډون يو حقيقی جشن وباله چې د الهی ځواك په چورليز به د ايران لوړاوۍ ، پرمختګ ، ملی آمنيت او تل پاتی تاندوالی او ولوله تضمين كړی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود زياته كړه د ايران ملت ثابته كړه چې ايران د اسلامی انقلاب د شعارونو او ارزښتونو په بركت د سياسی او روانی يرغل په وړاندې دومره خونديتوب لو لوړلوۍ لری چی د دينی ولسواكۍ له پيليدا د ديرشو كلونو په تيريدا سره د پخوا په پرتله تاند او خوشحاله په ډګر كې حاضر شوی او دوستان او دښمنان د خپلی روښانه لاری پر دوام ډاډمنوی
240373