د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې العرب ان لائن یې نقلوې وايی چې دا اجلاس په فلسطين كې د قران د حفظ موسسې " الحراء" په همكارۍ سره تر سره شو چې پكښې د فلسطين دينې شخصيتونو او د قران پاك حافظانو ګډون وكړ.
د دې موسسې مشر ښاغلی ھانی طہ اغباريه په دې اجلاس كې په خپلې وينا كې له عالمانو او دينې شخصياتو، د قران پاك حافظانو او د فلسطين د اوقافو وزارت شكريه ادا كړه.
هغه په خپلې وينا كی زياته كړه لكه څرنګه په فلسطين كې د قران پاك حافظان د قران د قرائت حفاظت كوی همدا رنګ د الاقصی جومات، بيت المقدس او د اسلامی تاريخې اثارو حفاظت به هم كوی.
دې اجلاس په پاې كې د قران پاك د ټولو حافظانو د درناوې سره سره په هغو باندې انعامونه هم ويش كړلې شو.
420605