IQNA

په تركیې كښې قران مقابلې چې د جماتونو اوونۍ سره خاصې دی ترسره شوی

9:03 - June 17, 2009
د خبر لمبر: 1791590
نړيواله ډله: د قران د قرائت د سيمه ايزو مقابلو اخرنۍ مرحله د جماتونو د اوونۍ د نماځلو په مناسبت د غبرګولی د مياشتې په 25نیټه د تركیې په «آيدئن»(Aydın) ښار كښې ترسره شوی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له İHA یې نقولی، د «هايديروز آيدئن»، «ازمير»(İzmir)، «بوردور»(Burdur)، «مانيسا»(Manisa)، «دنيزلی»(Denizli)، «آفيون»(Afyon)، «آنتاليا»(Antalya)، «موغلا»(Muğla)، « اوشاك»(Uşak) او «اسپارتا»(Isparta) ښارونو په مقابلو كښې لومړی كسان په ګډون كوی. دا مقابله د تركیې د دينی چارو د وزارت په مرسته ترسره كیږی.

د ايدئن ولايت مفتی «حدر بايراك»(Hıdır Bayrak) د قرانی له مقابلو شورو كيدو وړاندې د قران د فضيلت په هكله خبرې وكړی.
«احمد يؤكسل»(Ahmet Yüksel) د ازمير جمات خطيب، «فاروق آلتون‌آغا»(Faruk Altunağa) د «تورگوتلوعطالله» د جمات خطيب او«مقصود يل‌كن»(Maksut Yelken) چې له آيدئن دی په ترتيب سره لومړۍ دويم او دريم راغلل.
421084

captcha