IQNA

د غدیر اختر په مناسبت

د غدیر اختر په مناسبت ټولو مسلمانانو ته مبارکی وړاندې کوو

11:24 - October 27, 2013
د خبر لمبر: 1793
د تفکر ډله: د اسلام ګران پیغمبر او د انبیاوو خاتم حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم د پیغمبرۍ او خلکو ته د خدای د پیغام د رسولو لپاره د درې ویشتو کلونو د کړاوونو له زغملو وروسته وفرمایل: هیڅ یو پیغمبر د خپل پیغام په رسولو او رسالت کې زما هومره سختۍ او کړاوونه نه دی لیدلی.


د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، پیغمبر اکرم په حجة الوداع کې د خپل رسالت په وروستی کال یې په غدیر میدان کې د خدای په امر خپل ځای ناستی خلکو ته اعلان کړ . هغه کس چې علم او عمل ، میړانه او اخلاص ، او په اسلام کې مخکښتوب یې په ځلونو خلکو ته ښودلی و هم هغه د پیغمبر د جانشینۍ وړتیا لری.



ویل شوې چې پیغمبر له حضرت علی سره د منافقانو له کینې او دښمنۍ خبر و، له دې امله د هغه حضرت د جانشینۍ په اعلانولو اندیښمن و، خو د قران نازل شوې ایتونه د دې ښودنه کوی چې خدای تعالی هغه د جانشین په معرفی کولو مقید کړی او حتی د رسالت تکمیل او بشپړتیا یې په دې کار پورې مشروطه کړې ده . او هغه ته یې د دښمنانو له شره امان ورکړی دی.



په دې ډول وه چې کله هغوی د غدیر څو لارې ته ورسیدل پیغمبر امر وکړ چې ټول اصحاب دې کوز شی او هلته دې پاتې شی چې لیکوالان راورسیږی او کوم کسان چې مخکې تللې وو هغه راستانه شی . کله چې اکثره حجیان چې شمیر یې کابو یو لک شلو کسانو ته رسیده ، راغونډ شول ، پیغمبر په یو ممبر چې د اوښانو له کجاوو او پالانونو جوړ شوی و وخته . خطبه یې ورکړه او بیا یې حضرت علی په منبر وخیږاوه . دهغه لاس یې اوچت کړ او خپل ځای ناستی یې معرفی کړ. او بیا یې وویل چې ټول باید دهغه اطاعت وکړی بیا یې خپل اهلبیت د قران برابر



او په څنګ کې وګڼل او د قیامت تر ورځې پورې یې دهغوی په یوځای والی او نه جدا کیدو ټینګار وکړ او دا دوه یې دمسلمانانو د نیکمرغۍ او کامیابۍ سبب وبلل.



یوه موده وروسته د قران مبلغ ، راوړونکی اواجرا کوونکی یې د مرګ په بسترې ملاست و . خدای خپل محبوب ځانته رابللی و. او ورسره وعده یې کړې وه چې کتاب به یې د ایمان او عقیدې د شوکمارو له لاسه خوندی وساتی. « انا نحن نزلنا الذکر و نحن له لحافظون»



(مونږ قران نازل کړ او مونږ به یې په خپله ساتو)



اوس دخدای په کور کې پیدا او د رسول په لمنه کې روزل شوی او لومړی ایمان راوړونکی چې شیبه شیبه یې د قران نزول د پیغمبر په څنګ کې درک کړی و او د مبارکو کلماتو یو یو ټکی یې د زړه په غوږو اوریدلی و د هغه د امت د راتلونکی لپاره اندیښمن دی.



دا دی مونږ په هغه ټول کې د پیغمبر خبرې د خاتم پیغمبر د رسالت د لارې د نقشې په توګه دوباره رایادوو چې د اسلامی امت د حرکت لاره یو ځل بیا انځور شی . په دې هیله چې مین لارویان په غلطه لاړ نه شی او نورو ته په رسولو کې هم د خدای د وروستی پیغمبر پیغام رسوونکی شی. اوهمداراز په خپلې کورنۍ او خپلوانو کې هم د رسول الله مبارک دنده تر سره کړی چې د خدای او رسول خبره یې د نړیوالو غوږونو ته ورسوی.



د پیغمبر دا موکده غوښتنه چې وې فرمایل: ای هغو کسانو چې حاضر یئ او دا پیغام اورئ په تاسو واجبه ده چې له سفره له ستنیدو وروسته هغه په خپل ښار او وطن کې موجودو کسانو ته ورسوئ.



د غدیر خطبه



رسول الله مبارک حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم د هجرت په لسم کال دخدای د کور اراده وکړه او خلک یې حج ته وبلل. له دې بلنې وروسته ډیر خلک مدینې ته راغلل چې په دغه لویې الهی دندې کې د خدای د رسول ملګرتیا وکړی. دا یوازینی حج و چې د خدای رسول (ص) مدینې ته له هجرته وروسته وکړ او له دې مخکې یا وروسته هیڅکله داسې عمل ونه شو. دا حج په تاریخ کې په مختلفو نومونو یاد شوی دی. منجمله ، حجة الوداع، حجة الاسلام، حجة البلاغ، حجة الکمال او حجة التمام .[1] په دې موقع رسول الله مبارک ولامبل ، عطر یې ولګول. او یوازې د احرام په دوو ساده ټوکرو سره چې یوه یې په ملا وتړله او بله یې په اوږه واچوله، د خالی په ورځ د ذی قعدې د میاشتې په څلورویشتمه یا پینځه ویشتمه نیټه د حج په نیت پیاده له مدینې ووته. او خپلې ټولې میرمنې او د کورنۍ غړی یې هم په کجاوې کې کښینول او د خپلې ټولې کورنۍ او د ګڼ شمیر مهاجرو، او انصارو په ملتیا له مدینې روان شو.



د حج له ادا کولو وروسته د خدای رسول په ډیر برم سره بیرته د مدینې په لور حرکت وکړ او کله چې جحفې ته نزدې د غدیر خم سیمې ته ورسیده ، د خدای پرښته جبراییل امین نازله شوه او دخدای له لورې یې دا ایت نازل کړ: « ای پیغمبره! هغه څه چې ستا د پالونکی له لورې پر تا نازل شوې خلکو ته ورسوه.»( سوره مائده،۶۷ ایت)



جحفه، یو پړاو او څلور لاری دی چې د مدینې ، مصر او عراق خلک دغلته له یو بله جدا کیږی او په خپله خپله لاره روانیږی. دخدای رسول حضرت محمد (ص) د ذیحجې په اتلسمه نیټه د زیارت په ورځ دغه ځای ته ورسیده.



د الهی وحی امین ، دغه ایت راوړ او د خدای رسول ته یې امر وکړ چې حضرت علی (ع) په ولایت او امامت معرفی کړی. او ولی او امام یې وټاکی. او ټولو ته دې ورسوی چې باید د هغه پیروی وکړی. په دغه وخت تیر شوې کسان راستانه شول او د پاتې کسانو د رارسیدلو لپاره د خدای رسول دغلته دمه وکړه . په دغه ځای کې پینځه لرغونې او ګورې ونې دی چې له یو بل سره نښتې دی د خدای رسول وفرمایل چې دغلته به څوک نه کښینی تر دې چې ټول خشاک او ازغی ترې پاک کړی شی.



د ماسپښین په وخت چې تودوخه زیاته شوه ، خلکو خپلې نیمې څادرې له ځانه لاندې او نیمې په سر واچولې. او د رسول الله مبارک د اسانتیا لپاره یې هم یو څادر د ونو لپاسه واچوه چې یو چوپال شان جوړ شی. کله چې د ماسپښین اذان وویل شو هغه حضرت (ص) له خپلو ملګرو سره تر ونو لاندې لمونځ وکړ له لمانځه وروسته د هغه حضرت لپاره د اوښانو له کجاوو او پالانونو یو هسک ځای جوړ کړی شو. د خدای رسول د ګڼو خلکو په مینځ کې په هغه ځای وخته او خطبه یې پیل کړه. هغه حضرت په لوړ غږ داسې وفرمایل:



«حمد او ثنا خدای لره ده ، له هغه مرسته غواړو او پر هغه ایمان لرو او توکل مو پر هغه دی. له خپلو بدیو او ناروا کارونو هغه ته پناه وړو. د بې لارو هدایتوونکی یوازې هغه دی او څوک چې هغه یې هدایت کړی هیڅوک یې نه شی ګمراه کولی. ګواهی ورکوم چې بې له هغه بل د عبادت او پرستش لایق نیشته. او محمد د هغه بنده او استازی دی. د خدای له ستاینې او د هغه په وحدانیت له شهادته وروسته ای خلکو! بې شکه چې مهربان او پوه خدای ماته خبر راکړی چې عمر مې تیر شوی دی او د خدای بلنې ته به هوکړه کوم. او پاتیدونکې سرای ته به روانیږم. زه او تاسو هر یو د هغه څه مسوول یو چې په غاړه یې لرو. اوس ستاسو خبره څه ده ؟ خلکو وویل : مونږ ګواهی ورکوو چې تا د پیغام په رسولو ، نصیحت کولو او د دندې په لاره کې له کوشش کولو هیڅ ډډه ونه کړه ، خدای دې تا ته نیکه بدله درکړی. بیا هغه حضرت وفرمایل: ایا تاسو ګواهی ورکوئ چې خدای بې سیاله او یو دی او محمد د هغه بنده او استازی دی. او دا چې په جنت دوزخ، مرګ او قیامت کې شک نیشته. او اخر به خدای مړی راژوندی کوی؟ ټولو وویل: هو، په دغو خبرو ګواهی ورکوو. پیغمبر وویل: ای خدایه ته ګواه اوسه .



یو ځل بیا یې وفرمایل: ایا زما خبرې مو ښې واوریدې؟ ټولو ځواب ورکړ: هو. بیا د خدای رسول (ص) وفرمایل: بې شکه زه به بلې سرایې ته په تللو او د کوثر د ډنډ غاړې ته په رسیدلو کې تر تاسو مخکې شم او تاسو به د حوض کوثر په غاړه ماته راځئ. د دغه حوض پراختیا د صنعا او بصری تر مینځ د فاصلې هومره ده . او پکې د ستورو په شمیر د سپینو زرو جامونه او کاسې دی. زه لیدل غواړم چې تاسو زما له وفاته وروسته له هغو دوو او قیمتی څیزونو سره چې په تاسو کې یې پریږدم څنګه سلوک کوئ؟



په دغه وخت کې له خلکو یو تن ورغږ کړ : ای د خدای رسوله هغه دوه قیمتی او ارزښتناک څیزونه کوم کوم دی؟ وې فرمایل: هغه چې لوی دی ، قرآن دی چې له خدای سره د انسان د ارتباط وسیله ده. نو هغه ټینګ ونیسئ چې ګمراه نه شئ. خو هغه بل چې وړوکی دی زما عترت او کورنۍ ده . بې شکه مهربان او پوه خدای زه خبر کړم چې دا دوه به هیڅکله له یوه بله نه جدا کیږی تر دې چې د کوثر د ډنډ په غاړه ماته راورسیږی. او ما همیشه له خپل ربه غوښتې چې د کتاب او عترت تر مینځ جدایی را نه شی. نو په دې اساس له دغودوو مه مخکې کیږئ او له پیروئ یې مه شاته کیږئ. او کوتاهی مه کوئ که نه وی تباه به شئ بیا یې د حضرت علی لاس ونیوه او اوچت یې کړ تر دې چې د دواړو د لاسونو د ترخ سپین والی ښکاره شو او ټول خلک ورته متوجې شول. بیا یې وفرمایل: ای خلکو څوک دی چې د ایمان خاوندانو ته د هغوی تر ځانه زیات غوره او وړ وی.؟ وې ویل : خدای او رسول یې ښه پوهیږی. دخدای رسول وفرمایل: بې شکه چې زه د چا مولا یم ، دا علی دهغه مولا دی . او دا خبره یې درې ځله ، او د حنبلې مذهب د مشر احمد بن حنبل په وینا څو ځله تکرار کړه. بیا یې دعا ته لاس پورته کړل او وې ویل :



ای خدایه له هغه چا سره مینه وکړه چې له ده سره مینه کوی او دښمن اوسه دهغه چا چې له ده سره دښمنی کوی او مرسته وکړه د ده د ملګرو او خوار کړه هغه کسان چې د ده خوارول غواړی. او هغه همیشه د حق او راستۍ تله ، معیار او چورلیز وګرځوه. بیا یې وفرمایل:



باید دلته حاضر کسان غیر حاضرو کسانو ته دا خبره ورسوی .



لا خلک خپاره شوې نه وو چې د خدای د وحی پرښته راورسیده او دا ایت یې راوړ« نن مې ستاسو دین بشپړ کړ او خپل نعمت مې په تاسو تمام کړ او اسلام مو ستاسو لپاره د دین په توګه غوره کړ.



په دې وخت کې پیغمبر وفرمایل: الله اکبر، د دین په اکمال او د نعمت په اتمام او زما په رسالت او له ما وروسته د علی په ولایت د خدای په راضی کیدو.



خلکو له دې وروسته مبارکۍ ورکړې او تر ټولو مخکې ابوبکر او عمر ور مخکې شول او وې ویل : افرین دې وی پر تا ای د ابی طالب زویه چې نن درباندې په داسې حال کې تیره شوه چې زمونږ او دهر مومن سړی او ښځې مولا شوې . ابن عباس هم وویل : په خدای قسم چې د علی ولایت پر مونږ ټولو واجب شو. بیا حسان بن ثابت وویل: یا رسول الله ! پریږده چې د حضرت علی په شان کې یو څو شعرونه ووایم. د خدای رسول (ص) وفرمایل: دخدای په مهربانۍ ووایه: په دغه وخت کې حسان بن ثابت پاڅیده او داسې یې وویل : ای د قریشو مشرانو، د پیغمبر په حضور کې د هغه ولایت په هکله چې ارو مرو شو، خپل شعرونه بیانوم.



ینادیهم یوم الغدیر نبیهم...... بخم فاسمع بالرسول منادیا



دا د غدیر خم د کیسې لنډیز شان و او تفصیل به یې انشاء الله بیان شی . البته اسلامی امت ټول د دې پیښې په پیښیدو یوه خوله دی او بې له دې چې یاده شوه په ټوله نړۍ او ځمکه کې بله کومه پیښه په دغه نوم او نښو سره نه ده پیښه شوې. او هر کله چې د دغه ورځې نوم اخستل کیږی دا یوازې د غدیر له بې سارې پیښې سره سمون خوری. او که نوم یې واخستل شی مطلب یې هماغه ځای دی چې جحفې ته نزدې دی او داسې هیڅ ویناوال او څیړونکی نیشته چې بله خبره وکړی. هو، په ټولو لیکوالانو او مورخانو کې یوازې یو کس دی چې ډاکټر ملحم ابراهیم اسود نومیږی او په هغه لمن لیک کې چې د ابو تمام په دیوان یې لیکلې دی ، له دغه مسلم اصله غړیدلی او د « غدیر خم» د ټکی له بیانه وروسته یې لیکلې دی دا د یو مشهور جنګ پیښه ده . مونږ په دې اړه کافی بحث کړی دی چې د خدای په فضل د ابوتمام د حالاتو په شرحه کې به درته وړاندې شی.



1307397


بچوې: غدیر
captcha