IQNA

دعراق لومړی وزير دمسلمانو علماو په چپتيا نيوكه وكړه

13:41 - June 26, 2009
د خبر لمبر: 1795027
دعراق لومړی وزير دغه وينا بیګا دعراق دپلازمينې بغداد په شمال خيتځ كښې په صدر ښارګی كښې له يوې سترې ترهګرې بم چاودنې وروسته راځی چې دوه شپيته كسان پكښې وژل شوی اويوسل پنځوس نور پكښې ژوبل شوی .
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش د فرانسې خبری اژانس دراپور پراساس دعراق لومړی وزير نوری مالكی نن په عربو او مسلمان هيوادونو نيوكه وكړه چې دعربستان ديوه نامتو مذهبی دمشر دفتوا په هكله یې چپتيا غوره كړې ه .
دعربستان يوه مذهبی مشر فتواوركړې ده چې شيعه عالمان دې بايد ووژل شی .
دعراق لومړی وزير دغه وينا بیګا دعراق دپلازمينې بغداد په شمال خيتځ كښې په صدر ښارګی كښې له يوې سترې ترهګرې بم چاودنې وروسته راځی چې دوه شپيته كسان پكښې وژل شوی اويوسل پنځوس نور پكښې ژوبل شوی .
دعراق لومړی وزير نوری مالكی په يوې بيانیې كښې وويل مونږ وليدل چې ډير حكومتونه دشيعه علماو دوژلو لپاره دعربستان ديوه مذهبی مشر دفتوا په هكله په شكمن ډول چپ دی .
دعربستان دمكې مفتی شيخ عادل ال كل بانی له بی بی سی راډيو سره په مركې كښې ويلی ووچې شيعه علما كافران دی .
دانګلستان بی بی سی راډيو او ټيلی ويژن تل دداسې كسانو مركې خپروی كوم چې دمسلمانانو ترمينځ درز اچوی او د انګلستان دګټو لپاره كاركوی .
425537
captcha