IQNA

13:48 - June 26, 2009
د خبر لمبر: 1795028

د غبرګولی د مياشتې 22 نیټه د ملی اعتماد يو لويه ننداره او د دښمنانو لپاره يوه سياسی زلزله وه

سياسی ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود د تهران د تاريخی جمعه كښې وويل: د غبرګولی د مياشتې په 22 نیټه د خلكو په ټولټاكنه كښې بې څارې ګډون د ملت لپاره اعتماد او اميد و او دښمنانو لپاره يوه سياسی زلزله وه او د ايران او د انقلاب د دوستانو لپاره يو تاريخی جشن و.

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې د ايران د سترلارښود له دفتره یې نقلوی، په تهران كښې د جمعې په ورځ د رهبری د معنوی عطرو او د امام زمان عجل الله تعالی فرجه الشريف ياد تازه شوی و.


حضرت آيت‌الله خامنه‌ای د اسلامی انقلاب ستر لارښود د جمعې په تاريخی او د اتحاد وركوونكی لمانځه كښې د خدای ياد، په خدای باندې اعتماد او د ارام زياتيدل دا مهم عوامل وګڼل چې د ايران ملت ورسره په اخرنی ديرشو كالو كښې له ډېرو سختيو سره بريالې راوته. او د ټولټاكنو په هكله یې یې وضاحت كښې ويل: د غبرګولی د مياشتې په 22 نیټه د خلكو په ټولټاكنه كښې بې څارې ګډون د ملت لپاره اعتماد او اميد و او دښمنانو لپاره يوه سياسی زلزله وه او د ايران او د انقلاب د دوستانو لپاره يو تاريخی جشن و. په دې ټولټاكنې كښې 40 ملينه كسانو ګډون وكړ او ټولو انقلاب ته رای وركړه او د دې مطلب دا نه و چې ځينې انقلاب سره مخالف او ځينې موافق دی بلكه ټولو انقلاب ته رای وركړه او ځكه ځې دا څلور كانديداد انقلابيان دی او د انقلاب مخالف پكښې څوك نه وو.

رهبر فرزانه انقلاب اسلامی در خطبه دوم نماز كه بارها با تكبير و ابراز احساسات مردم همراه شد در تبيين و تشريح مسائل گوناگون مربوط به انتخابات، خطاب به «ملت، نامزدهای رياست جمهوری و نخبگان، فعالان سياسی»، و نيز سران برخی دولت های مستكبر غربی، مطالب جداگانه ای مطرح كردند.
هغوی زياته كړه: په دې ټولټاكنه كښې 85 فيصده خلكو ګډون وكړ او د دښمن په مخ يوه څپیړه وه چې هغوی دا رنګ ګمان نه كاوۀ. او دا د ايرانی ملت په شعور او هوښيارتيا باندې ګواهی وركوی.
هغه زياته كړه: له دې زياته ازادی به نوره څه وی چې د تبليغاتو لپاره ټولو خپلې نظریې له ټيليويژنه په ازاده توګه بيان كړې او خلكو سره په ازادۍ سره مخامخ شول او خپلې خبرې یې بې له كومې ويرې وكړې او په يو بل یې نيوكې وكړې. كه څه هم هغوی يو بل سره په نظرياتو كښې اختلاف لری خو په انقلاب او د امام په لارویې كښې یې په خپلو كښې څه اختلاف نشته. بلكه په ځينې سياسی كارونو كښې سره اختلاف لری.


حضرت آيت الله خامنه ای وفرمايل: زۀ دا كانديديد ښه پيژنم، يو كس پكښې 4 كاله ولس مشر پاتې شو بل 8 كاله لومړۍ وزير و ، بل پكښې د سپاه كوماندان دی او بل دوه ځله د مجلس مشر و او دا كسان د نظام مزبوتې ستنې دی او د دښمنانو د غلطو تبليغاتو په خلاف دوی ټول انقلابيان او د ايران د انقلاب حاميان دی. كه څه هم امريكه او اسرائيل ده نه خوښوی او په غلطه طريقه یې خلكو ته وړاندې كوی.

په خبری رسندويو كښې د ايران د ستر لارښود د خبرو انعكاس
دپاكستان حكومتی خبری اژانس ای پی پی دخپلو خبرونو په مهمه برخه كښې په واټونو كښې له مظاهرو دډډه كولو او په انتخاباتو كښې د ماتی خوړليو كانديدانو زغمل ښودلواو دانتخاباتو دپايلو په هكله دمشر تابه دستر مقام حضرت ايت الله خامنه ويناو ته انعكاس وركړ .
دپاكستان ډيلی ټايمز انګريزې ژبې ورځپاڼې وليكل دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله خامنه ای دتهران دجمعې لمانځه په خطبو كښې دولسمشرۍ دانتخاباتو دپايلو دملاتړ او په بهرنی او كورنی سياست كښې له ولسمشر احمدی نژاد سره دخپلو ليدتوګو په نږدې والی دټينګار په ترڅ كښې دايران په كورنيو چارو كښې دبهرنيو هيوادونو لاسوهنه په سخته وغندله .
ډيلی ټايمز ورځپاڼې زياته كړه ايت الله خامنه ای په خپلې وينا كښې په ايران اكښې دوروستيو انتخاباتو په سلاموالی ټينګار سره ددرغلۍ هرډول امكان رد كړ .
دپاكستان نيشن ورځپاڼې ډاګينه كړه داسلامی انقلاب سترلارښود حضرت ايت ا لله خامنه ای دايران دولسمشرۍ دوروستيو انتخاباتو په سلامتيا ټينګار سره په واټونو كښې اعتراض كونكو ته سخت خبرداری وركړ او ډاګينه یې كړه هرډول ګډوډۍ او دخلكو دوژل كيدا ذمه واری به دهغو كسانو په غاړه وی چې خلك لاريون ته لمسوی

422296
captcha