د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې له كويتی ورځپاڼې القبس یې نقلوی، د ناروې ځينې افراطی ګوندونه چې اسلام سره مخالفت لری، يوه داسې طريقه او نقشه جوړه كړې ده چې ورسره خلك له اسلامه وويروی او د مسلمانانو د مخپرتګ مخه ونيسی.
هغو د اختلاف زياتولو لپاره ويلی دی: مسلمانان به په راتلونكی وخت كښې له عسايانو زيات شی او په دې هيواد به حكومت كوی.
له بلې خوا مسلمانانو ويلی دی چې دا خبره بيخی غلطه ده او د دوی غرض د دينونو تر مينځ اختلاف زياتول دی.
425954