د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت د اساسی قانون د ساتندويه شورا يا شورا نګهبان عمومی منشی او د تهران د جمعی لمانځه امام آيت الله احمد جنتی د ۲۰۰۹ ميلادی كال د جون په دولسمه د اسلامی ايران د ولسمشرۍ د لسم پړاو په ټاكنو كې د خلقو له پراخ شتونه قدرونه وكړه او ویې ويل په دغو ټاكنو كې د خلكو بې مخينې ګډون د ايران د اسلامی جمهوری نظام دوستان خوشحاله او دښمنان ناهيلی كړل.
د ايران د اسلامی جمهوريت د اساسی قانون د ساتندويه شورا د عمومی منشی د ولسمشرۍ له ټاكنو مخكې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای لارښوونې او ويناوی په دغو ټاكنو كې د خلكو د پراخ شتون لپاره زمينه جوړونكې وبللی.
د ايران د اسلامی جمهوريت د اساسی قانون د ساتندويه شورا يا شورا نګهبان عمومی منشی د ټولنې درستې پرګنې د اسلامی انقلاب د دښمنانو له دسيسو سره د مقابلې لپاره يووالی او وحدت ته وربللی او ویې ويل د ايران د اسلامی جمهوريت بنسټګر حضرت امام خمينی (رح) تل ټينګار درلوده هر څوك چې د خلكو يووالی ګډوډوی نو اسلامی جمهوری نظام سره به یې خيانت كړی وی.
آيت الله احمد جنتی وويل د ايران د لسم پړاو ټاكنې روغی رمټی وشوی او ساتندويه شورا د دغه ټاكنو ځيرتيا او سلامتيا تائيدوی.
د تهران د جمعی لمانځه خطيب د ولسمشرۍ له ټاكنو وروسته په ټولنه كې د ناامنيو د راپيداكولو لپاره د اسلامی انقلاب د دښمنانو هڅو ته اشاره وكړه او ټينګار یې وكړ د دښمنانو ستونزه د اسلامی انقلاب له برياليتوبه مخكې او ورپسې له اته كلن تپلی جنګ وروسته له اسلامی انقلاب څخه په ملاتړ كې د خلكو پراخ شتون دی، ځكه خلكو په خپل تل پاتې شتون سره له انقلاب څخه په دفاع كې اسلامی نظام ته په لسګونو زره شهيدان وركړی دی.
د تهران د جمعی لمانځه خطيب امام آيت الله احمد جنتی په ټولنه كې د نا آمنيو او ګډوډيو د راپيداكولو لپاره د منافقينو له ترهه ګری ډلګۍ د استكباری قدرتونو ملاتړ وغانده.
428886