د د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت ا لله العظمی خامنه ای په تهران كښې ددنيا دشيعه مسلمانانو دلومړی امام حضرت علی بن ابی طالب عليه السلام دنيكمرغه زوكړې په مناسبت دزرګونو خلكو په ټول كښې وفرمايل مونږ به ددغه حكومتونو دلاسوهونكو چلندونو او څرګندونو حساب كتاب وكړو او په پريكنده توګه دغه چاره په راتلونكی كښې له هغوې سره دايران داسلامی جمهوريت په اړيكو منفی اغيز اچولای شی .
درهبرۍ سترمقام دايران ملت يو مقتدر ملت او اسلامی نظام یې جرړه لرونكی او تثبيت شوی وباله او ټينګار یې وكړ كه چيرې دايران مسولان له يوبل سره اختلاف هم ولری خو ددښمن په مقابل كښې په مقاومت او دهيواد دخپلواكۍ په ساتلو كښې له يو سره ملګری دی او دښمن دې بايد پوه شی چې دايران د ملت ترمينځ درز نشی رامينځته كولای .
داسلامی انقلاب ستر لارښود جوته كړه داستكباری هيوادونو ټول مشران دې بايد پوه شی كله چې ددښمن لاسوهنه مينځته راشی دايران ملت دسليقې له ځينې اختلاف سره سره د دښمن په وړاندې متحد كیږی او دهغوې په وړاندې دریږی .
حضرت ايت الله خامنه ای دپرديو له دښمنيو او دسيسو دايران دملت ديرش كاله تجربې ته په اشارې سره ځينو لويدیځو هيوادونو ته په وينا كښې وويل تاسو داسې فكر مه كوئ كه چيرې تاسو په خپل ګمان ديوې ډلې دفاع وكړه او يا دځينو كسانو نومونه مو واخيستل نوهغه ډله به تاسو ته ګروهمنه شی هیڅ كله به داسې ونشی ځكه چې دايران ملت ته دتاسو دروغ ويل ښكاره دی او دايران ملت پوهیږی چې دتاسو هدف دخلكو او شخصيتونو ترمينځ د بدبينۍ رامينځته كول او داسلامی نظام په هكله دكينې دوام دی .
حضرت ايت الله خامنه ای دمسلمانانو ترمينځ داختلاف درامينځته كولو او دشيعه ا وسنی مسلمانانو له يو بل سره دجنګولو لپاره ددښمانانو دهڅې په بيايادونې سره وويل اسلامی دنيا خپلو سترو هدفونو او اړتياو ته په پام سره نن سبا له بل هر وخت زيات دكلمې اتحاد ته ضرورت لری او كه چيرې مسلمانان وحدت وساتی دښمانان به ونه توانیږی خپلو مقصدونوته درسيدا لپاره دهغوې له كمزورتيا استفاده وكړی .
داسلامی انقلاب ستر لارښود په دغه كتنې كښې دغه راز دحضرت علی عليه ا لسلام ژوند داسلامی تربيت ستره بيلګه او داسلامی امت دكمال او نيكمرغۍ دډيرو درسونو لرونكی وباله او په اسلامی ټولنو كښې دوحدت دساتلو او دعدالت دټينګولو لپاره دامام علی عليه ځانګړی هڅې ته پا اشارې سره یې داسلامی دنيا او په تيره بيا د ايران دملت اوسنی ترټولو هم ضرورت دكلمې اتحاد او داختلاف درامينځته كولولپاره د دښمانانو دهڅې په و ړاندې هوښيارتيا وبلله .
430342