د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعی لمانځه خطيب آيت الله محمد امامی كاشانی د رهبرۍ د ستر مقام دی وينا ته په اشاری سره چې دوست او دښمن بايد سره بيل كړو د اسلامی جمهوری نظام د دښمنانو د پيژندو په اړتيا ټينګار وكړ او ويی ويل له څلویښت مليونه خلكو چې په انتخاباتو كښې یې ګډون كړی دی يو هم دښمن نه دی ، دښمن هغه كسان دی چې له امريكا او انګلستان څخه پيسې اخلی څو لانجې جوړی كړی .
د تهران د جمعی لمانځه خطيب د ايران د ولسمشرۍ د لسم پړاو له ټول ټاكنو وروسته له پيدا شويو شرايطو د دښمنانو د ناوړه استفادې د مخنيوې لپاره د ايران د اسلامی جمهوريت د مسئولانو او خلكو د هوښيارۍ په اړتيا ټينګار وكړ او ویې ويل دښمن هغه څوك دی چې په فرصت غوښتنې سره ملت له يوه بل سره اخته كوی .
آيت الله امامی كاشانی وويل درستو هغو كسانو چې رايی یې وركړی دی د خپل هيواد د نيكمرغۍ لپاره ګامونه پورته كړی دی او دټول ټاكنو څلور كانديدان هم چې د درناوی وړ دی په همدې روحيی سره په ډګر كې شتون ومونده .
د تهران د جمعی لمانځه خطيب همدغه راز د يوه جرمنی فاشيست لخوا ددغه هيواد په محكمه كې د يوی مسلمانی مصرۍ ميرمنې شهيدول او د دغه جنايت په وړاندی د جرمنی د چارواكو بې پروايی كلكه وغندله .
431508