د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، چې له ولسمشر له دفتر ویب پاڼې یې نقلوی چې د اسلامی ایران ولسمشر د ایران فعاله دپلماسی د بایکاټونو د زیاتیدونکی بهیر د درولو لپاره زمینه برابروونکې وبلله.
ښاغلی حسن روحانی پرون مازیګر د کابینې په غونډه کې وویل: په جنیوا کې له پینځه جمع یو ډلې سره په خبرو کې د ایران فعالې دپلماسۍ د نړیوال افکار حتی د ایران په بایکاټوونکو هیوادونو کې هم ځانته جلب کړې او ګام په ګام د ایران د ایټمی حقوقو په تثبیت سره د ایران د ملت په وړاندې خنډونه لرې کوی.
ښاغلی روحانی تاکید وکړ: له نړۍ سره په رغنده تعامل کې د ایرن فعالې دپلماسۍ چې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود په ملاتړ سره وه په دې لنډه موده کې د نړۍ دولتونه په ایران کې د ولسواکۍ ستاینې ته مجبوره کړې او د بایکاټونو بهیر یې ودرولی دی.
1305563