IQNA

امريكا يوازې د اسرائيلو د ګټو د دفاع خيال لری. حزب الله

8:54 - August 02, 2009
د خبر لمبر: 1808392
سياسی او ټولنيزه ډله: د حزب الله لبنان يو لوې غړی په خپلې يوې بيانيی كې ويلی دی چې امريكا يوازې د اسرائيلو او صهيونسټو د ګټو او فايدو د دفاع خيال لری.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د لبنان د څانګې د يو راپور پر اساس، د حزب الله يو لوې او اهم غړی ښاغلی هاشم صفی الدين تيره ورځ د لبنان په جنوب كې د شهيدانو له هكله تر سره شوې يو غونډه كې د خطاب كولو په وخت وويل چې امريكا مخې ته يوازې د اسرائيلو منافع او ګټې دی او په دې سيمې كې امريكا غواړی د اسرائيلو د منافعو خيال وساتی كه هغه په هر شكل كې ولې نه وی.
صفی الدين زياته كړه چې اوس هغه وخت راغلی دی چې د لبنان خلك په خپلو داخلی چارو كې د امريكې د لاس وهنې په خلاف پاڅی ځكه چې د لبنان د خلكو ټولو ستونزو او لانجو سرچينه امريكا ده.
هغه نوره هم زياته كړه چې په لبنان كې د امريكا سفارت خانه چې څومره پورې د دې هيواد په داخلی او سياسی چارو كې لاس وهی نو په لبنان كې امن او ارامښت نه شی راتلی.
440430
captcha