IQNA

9:27 - August 04, 2009
د خبر لمبر: 1809369

ايت ا... العظمی خامنه ای: دښمن بايد پوهه شی چې له كوم ملت او نظام سره مخامخ دی

سياسی ډله:د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ايران د ولسمشرۍ د حكم د تنفيذ په دستورو كې دينی ولسواكی، د اسلاميت ذاتی تركيب او جمهوريت د اسلامی جمهوريت تل پاتی او زيان نه موندونكی راز وباله . د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای نن په دغو دستورو كې د جمهوريت يا اسلاميت د لومړيتوب درلودلو په اړه بحث يو انحرافی او بې معنا بحث وباله

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای نن په دغو دستورو كې د جمهوريت يا اسلاميت د لومړيتوب درلودلو په اړه بحث يو انحرافی او بې معنا بحث وباله او ویې فرمايل جمهوريت او اسلاميت له يوه بل څخه نه بيليدونكې دوه عناصر دی ځكه چې په خلكو تكيه او د هغوی غوښتنو او رايو ته درناوی د اسلاميت او په الهی احكامو د تكیې په زړه كښې دی.
د رهبرۍ سترمقام د وروستيو دريوو لسيزو هسكې او ټيتی او پیښې د اسلامی جمهوری نظام د كارندوالې اثباتونكې وبللی او ډاګينه یې كړه په ايران كې په دی وروستيو ديرشو كلونو كې د بيلا بيلو سياسی ګروهنو په شتون سره د كابو ديرشو ټاكنو ترسره كيدل او د خلكو په رايو سره د نظام د اصل ټاكل ، اساسی قانون ټاكل ، او د هيواد د اساسی مديريتونو ټاكنې ديوه ستر ظرفيت ښودنه كوی چې زياتره بهرنې څارونكې حتی كه كوم هدف هم ونلری په درك كولو او فهم كې یې ناتوانه دی .
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای د پرګنو په بسيج او د ملت د اعتماد په جلبولو كې د اسلامی جمهوريت د قدرت اثبات ، د خلكو او نظام تر مينځ متقابل اعتماد ، او په خلكو كې د هيلې او خوځندوالې شتون د ايران د ولسمشرۍ د وروستيو ټاكنو پيغامونه وبلل .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود وفرمايل مونږ په دی ښه خبريو او كره معلومات لرو چې د اسلامی نظام دښمنان د خلكو لپاره د سرخوږيو او اندیښنود پيداكولو هڅی كوی او رته پروګرامونه لری د رهبرۍ ستر مقام هغوئ یې له وروستيو پیښو تجربو اخيستلو ته وربلل او ټينګاریې وكړ دښمن بايد پوهه شی چې له كوم ملت او نظام سره مخ دی او دا ګومان ونكړی چې په وړو كارونو سره د ايران ملت په ګونډو كولای شی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په ډګر كښې د ملت د شتون د ستر نعمت عملی قدرت پيژندنه د متخب ولسمشر او نورو مسئولانو ازمیښت وباله او یې فرمايل د قدر وړ ولسمشر چې د ملت لخوا په لوړو رايو او بې سارې نصاب سره دغې مهمی دندې ته ټاكل شوی دی او په راتلونكې حكومت كښې د هغوئ ملګری بايد د ملت دايمان او اسلام په قدرونې سره خلكو ته د خدمت او انقلابی اهدافو د پرمخ بيولو لپاره خپل درست توان او هڅې وكاروی .
د رهبرۍ ستر مقام لسم حكومت او ولسمشر د ايران د وروستيو ټاكنو د درستو رايو وركونكو او دملت د ټولو پرګنو ولسمشر وباله او ټينګار یې وكړ دغه حقيقت ته بايد په پلانونو او عمل كښې ډير پام وشی .
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای له هغو كسانو په ملاتړ او مرستی ټينګار وكړ چې په وروستيو پیښو كې یې مالی او ځانی تاوان ليدلی او احيانا حيثيت یې داغی شوی دی وفرمايل له توان موندونكو بايد ملاتړ وشی او ګوزار وركونكې هر څوك چې وی بايد وپيژندل شی او مواخذه كړای شی .
443030

captcha