IQNA

هغه نظام چې امام خمينی یې بنسټ كیښودلی دی، اسلامی جمهوری نظام دی

8:00 - August 08, 2009
د خبر لمبر: 1810412
سياسی ډله: تهران دجمعې لمانځه خطيب ټينګار وكړ په اسلامی نظام كښې جمهوريت او اسلاميت له يو بل جلا نه دی .
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران دجمعې لمانځه خطيب ايت الله محمد امامی كاشانی په اسلامی نظام كښې دجمهوريت او اسلاميت دنه جلاكيدا په هكله د محمود احمدی نژاد د ولسمشرۍ د حكم په تنفيذ مراسمو كښې داسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای وينا ته په اشارې سره وويل هغه نظام چې امام خمينی ره یې بنسټ كیښودلی دی او خلكو ورته رایې وركړی دی اسلامی جمهوری نظام دی .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب ايت الله محمد امامی كاشانی وويل چې د امام خمينی د نظر وړ جمهوريت د خلكو رایې وركول دی چې روح یې داسلام بنسټ وی.
امامی كاشانی د خپلې وينا په دوام كښې دشيعه مسلمانانو داخری امام حضرت امام مهدی عليه السلام عج دنيمكرغه زوكړۍ دكليزې په مناسبت په امباركۍ ويلو او دهغه حضرت دغيبيدا او د ظهور د ځانګړتياو په بيانولو سره وويل له روايتونو سره سم دحضرت امام مهدی عليه ا لسلام دغيبيدا په وخت تشخيص وركول د ولی فقيه كار دی .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب دغه راز دشيعه مسلمانانو له نظره دحضرت امام مهدی صاحب ا لزمان د انتظار د فلسفې په بيانولو سره د بيلابيلو مذهبونو او دينونو نظرونه بيان كړل او ویې ويل دعيسايت په شمول بيلابيل دينونه دنړيوال بدلون په تمه د ی.
444398
captcha