د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ولسمشر احمدی نژاد وويل اوس هم د الهی ځانګړنو سره د وچت او انسانی تمدن د اډانۍ دكیښودلو په حال كې دی.
هغه وروستی انتخابات، د اسلامی انقلاب د وچتو آډيالونو په تعقيبولود خلكو د ايمان، تجربې او هوښيارۍ نښه وبلله او وې ويل، د ۴۰ ميليونه رای وركونكو او ټاكلی كس ته ۲۵ ميليونه رایې بله ځانګړنه وه چې دملت په وياړونو كې ثبت شوه .
ښاغلی احمدی نژاد وويل، ايران له ټولو هيوا دونو سره د دوستانه ،او برابرو روابطو خوښتونكی دی اود قانون ماتونې ،لاسوهنې ،او له نړيوال جوړښت څخه د ناوړې استفادې ،تيری او بې عدالتۍ په وړاندې به چپ پاتې نشی .
443836