IQNA

په يونان كې به د وحدت كانفرنس تر سره كیږی

7:16 - August 10, 2009
د خبر لمبر: 1811484
علم و تفكر ډله: په يونان كې د ايرانی كلتوری مركز مشر د يونان يو مسلمان لارښود سره كتنې نه پس دا اعلان وكړ چې د ميلادی كال 2009ء په ستمبر مياشتې كې د يونان په پلازمينې ايتهنز كې د وحدت او يووالی په موضوع تر سره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايرانی كلتوری مركز مشر ښاغلی "طوبی كرمانی" د يونان د مسلمانانو مشر ښاغلی "نعيم القندور" سره ليدنې نه پس دې كانفرنس په هكله خبرو اترو كې وويل چې په دې كانفرنس كې به دوه ناستې وی
لومړې ناسته به د ميلادی كال د ستمبر د مياشتې په 27 نیټه سهار په ايتهنز كې د ايرانی كلتوری مركز كې تر سره كیږی چې پكښې د مختلفو اسلامی فرقو عالمان به دې كې ګډون كوی او بله ناسته به د ميلادی كال د ستمبر د مياشتې په 28 نیټه د ايتهنز ښار په يو كانفرنسو هال كې مازیګر تر سره كیږی چې پكښې هر كس ګډون كولې شی
"نعيم القندور" هم په دې كتنې كې د مسلمانانو تر مينځ د وحدت په ضرورت ټينګار وكړ هغه زياته كړه چې دا كانفرنس به د يونان د مسلمانانو په وحدت كې اهم رول ولوبوی
443929
captcha