د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حسن قشقاوی د له هيواده بهر د راډيو تلويزيون داستازندويو د مديرانو او آزادو خبريالانو په ټول كې ، په ټوله نړۍ كې د فعاله ډيپلماسۍ غوښتنه وكړه.
هغه وويل بايد هڅه وشی چې د ښو او غوره آثارو په توليد سره دايران دملت ځانګړی موقعيت نړيوالو ته وړاندې كړو.
هغه همدارازوويل له نورو په تيره بيا له ګاونډيو هيوادونو سره د دمناسباتو دپراختيا له لارې سمه روده چې رامنځته شوې لا ژوره شی.
هغه له ګاونډيانوسره پخوانيو كلتوری روابطو ته په اشارې سره ټينګار وكړ،بايد هڅه وكړو چې د اطلاع رسونې له نويو اوزارونو سره د هراړخيزو مناسباتو د برابريدو زمينه له پخوا زياته مساعده شی.
هغه زياته كړه دنړې ۸۰ ٪ رسنۍ د څو هيودانو په لاس كې دی او پر ايران یې رسندويی حمله ، د صهيونستی رسنيو اصلی پروګرام وباله .
ښاغلی قشقاوی د ګډون كونكو پوښتنو ته هم ځوابونه وركړل
445940