IQNA

17:30 - August 15, 2009
د خبر لمبر: 1813675

د ايران ولس د ولايت فقيه په پيروۍسره د دښمنانو په وړاندې اسلامی انقلاب مضبوط كړی دی

سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه امام ايت ا... احمد خاتمی د ايران د ولسمشرۍ له انتخاباتو په وروسته بلوو كې د انګلستان او فرانسې پشمول د ځينو بهرنيو سفارتږونو ګوت وهنو ته په اشارې سره ټينګار وكړ دغه ډول اقدامات له ډيپلوماټيك عرفه بهر دی .

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران دجمعې لمانځه امام ايت ا... احمد خاتمی د ايران د ولسمشرۍ له انتخاباتو په وروسته بلوو كې د انګلستان او فرانسې پشمول د ځينو بهرنيو سفارتږونو ګوت وهنو ته په اشارې سره ټينګار وكړ دغه ډول اقدامات له ډيپلوماټيك عرفه بهر دی .
احمد خاتمی ووئيل د فرانسې حكومت چې د خپل هيواد داخلی خپګانونه په څاروی ډوله اقداماتو سره خپی ، اوس زمونږ په هيواد كې د بشری حقوقو لپاره زړه سواندی ښئ . هغه دغه راز پّ تهران كې د بلوه ګرو د ملاتړ او مرستو د ضرورت په باب د امريكا د خارجه وزيرې د وروستيو څرګندونو په رټلو سره ووئيل د ايران د ولس په خوله مړه دې امريكا شعارونه د واشنګټن د همدغو جنايتونو او ګوت وهنو له امله دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د ايران له حكومت او خارجه وزارته وغوښتل له استكباری قدرتونو سره داسې چلند وكړی چې د ايران له ملته بخښنې غوښتنې ته مجبوره شی
447809
captcha