IQNA

ايت الله جنتی : د عدالت نه اجرا كيدل، د بشريت اساسی ستونزه ده

20:03 - August 22, 2009
د خبر لمبر: 1816405
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعی لمانځه خطيب ښاغلی آيت ا... جنتی د قضايه قوې د مشر په توګه د رهبرۍ د ستر مقام له لوری د آيت ا... صادقی املی لاريجانی د ټاكلو د مباركۍ په ويلو سره ترې وغوښتل چې په ټول توان سره د عدالت په اجرا كې هڅه وكړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ساتندویې شورا ستر مشر هم دا راز د رهبرۍ د ستر مقام د څرګندونو په استناد سره له خلافورزی كونكو او د خلكو د حقوقو له ضايع كونكو سره د عدالت په اجرا كې د قضايه قوې د چلند غوښتنه وكړه.
د تهران د جمعی لمانځه خطيب هم دا راز د وروستيو بلواګانو او د مخملی بغاوت د رامنځته كولو له اصلی عواملو سره د قضايه قوې د چلند غوښتنه وكړه.
451464
captcha