د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د تهران د جمعی لمانځه په خطبو كښې وفرمايل چې په سليقو او رودو كښې اختلاف زيان نه لری، بلكه ګټه هم لری خو بايد د نظام په چوكاټ كښې وی.
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای په دوام كښې زياته كړه په هغو هيوادونو كښې چی ځانونه د ديموكراسۍ مخكښان بولی، د مخالفو ګوندونو يو كس هم د دغو هيوادونو د نظام له اصولو سره مخالفت نه كوی.
د رهبرۍ ستر مقام د دی په بيانولو سره چې د ايران په اسلامی جمهوری نظام د خلكو د باور نخښه په انتخاباتو كښې د همدې څلویښت مليونه خلكو ګډون دی جوته كړه خلك او نظام په يوه بل اعتماد لری.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای په دی په ټينګار سره چې خلك به د دښمنانو له دسيسو سره سره په راتلونكو ټاكنو كښې لا پراخ ګډون ولری وفرمايل د ايران اسلامی جمهوريت هغه مهال يو حقيقی اسلامی جمهوريت دی چې د امام خمينی (رح) په هماغه پياوړو اصولو سره پر مخ ولاړ شی.
د رهبرۍ ستر مقام د تهران د جمعی لمانځه د خطبو په پای كښې د قدس د نړيوالې ورځی لاريون ته اشاره وكړه (چې د روژی د مياشتی په اخيرنۍ جمعی تر سره كیږی) ویې فرمايل دغه لاريون دې په بيلتون بدل نه شی ځكه چې يو شمير هڅه كوی په لاريونونو كې د خلكو له ګډون څخه ناوړه استفاده وكړی.
463125