د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو د لاهور د افتخاری خبريال د راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب بانی او بنسټ ګر ښاغلی امام خمينې رحمه الله عليه د روژې مياشتې په اخيرې جمعې د قدس د مظلومو خلقو سره د همدردې لپاره دې ورځې ته د قدس نړيواله ورځ نوم وركړ او قابو ديرش كلونه يی پوره كېږی په همدې مناسبت سره په لاهور ښار كې د ايران د كلتوری مركز په مرستې يوه پروګرام تر سره شو
په همدې مناسبت په دې كلتوری مركز كې په غزې كې د اسرايلو ظلمونو او فلسطين سره مربوط نور عكسونو او پوسټرو نندارتون د په دې كلتوری مركز كې وړاندې شو او خلقو ترې ډير ښه هر كلې وويل
په دې مراسمو كې په لاهور كې د ايرانی كلتوری مركز مشر ښاغلی عباس فارموی هم د قدس نړيوالې ورځې او په اسلام كی دې دې اهميت په هكله وينا وكړه
465117