IQNA

13:45 - September 17, 2009
د خبر لمبر: 1827336

علامہ فضل اللہ: د فلسطين د آزادۍ لپاره د مسلمانانو او عيسانو د عملی اقداماتو ضرورت دی

سياسی او ټولنيزه ډله: د لبنان د شيعه د تقليد ستر مجتهد ښاغلی فضل الله د اسراييلو د ظلمونو طرف ته اشارې كولو سره وويل چې د د فلسطين د ژغورونې لپاره د مسلمانانو او عيسايانو د عملی اقداماتو ضرورت دی

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د لبنان د څانګې د يو راپور پر اساس، علامه محـمد حسين فضل الله د فلسطين ځينې مشرانو او د حماس غورځنګ د ځينې غړيو سره په كتنې كې وويل چې د عيسايانو د مذهبې مشرانو ته پكار دی چې هغو د فلسطين قوم د نجات لپاره د اسراييلو نيواكګر حكومت په ضد هڅې وكړی او عملی اقدامات واخلی
علامه فضل الله زياته كړه چې د فلسطينيانو د مرستې لپاره ديو نړيوال غورځنګ ضرورت دی اود دې غورځنګ شورو كونكو ته پكار دی چې خپلې سياسی، كلتوری او تبليغاتی فعاليتونه او سرګرميانی نورې هم تيزې كړی
هغه نوره هم زياته كړه چې اسلامی هيوادونه بيا په تيره عربی هيوادونه لكه لبنان بايد فلسطين قوم ملاتړ او حمايت وكړی ځكه چې نړيوالې منصوبې د فلسطينانو په زيان كې دی
علامه فضل الله وويل چې اسراييلو او هغه مشر ملګرې امريكا دا هڅۀ كوی چې د فلسطين مسله هير شی او دا يوه كورنۍ مسله جوړه كړی خو دا يوه نړيواله مسله ده او د امام خمينې په حكم او د مسلمانانو په بيدارۍ انشاالله دا په هير نشی
هغه خپله فتوا بيا وويله چې اسراييلو سره اړيكې ساتل شرعې توګه حرام دی ځكه چې هغوی ظالم او غاصب دی

ا465809
captcha