د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ولسمشر د دفتر ويب پاڼې یې نقلوی، ډاكټر محمود احمدی نژاد په دغه تماس كې له مخكې د كوچنی اختر د مباركۍ په ويلو سره هيله وښودله چې د افغانستان وروستۍ ټاكنې به د دغه هيواد لپاره د خير، بركت او پرمختګ سرچينه وی او ولسمشر حامد كرزی ته یې په خطاب كې وويل چې د ايران اسلامی جمهوريت د نوموړی د بيا رغونې د چارو هر كلی كوی.
ولسمشر حامد كرزی هم وويل: افغان ملت به د اسلامی ايران دوستانه اړيكې هیڅ كله هم هېرې نه كړی.
د افغانستان د ټاكنو خپلواك كميسون د دغه هيواد د ټاكنو د لومړنيو پايلو په اعلانونو سره ښاغلی كرزی د درې ميلويونه او ۹۳ زره رايو په ترلاسه كولو سره د ولسمشريزو ټاكنو ګټونكی وباله په داسې حال كې چې د هغه سيال عبدا... عبدا... نږدې يونيم ميليون رایې ګټلې دی.
466008