IQNA

15:17 - September 19, 2009
د خبر لمبر: 1827609

سيد احمـد خاتمی: فلسطينيان بايد په ټولټاكنو سره خپل سياسی نظام وټاكی

سياسی ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت ا.... سيد احمد خاتمی د فلسطين د موضوع يوازنۍ حل لاره د ايران د اسلامی جمهوريت پلان وباله او وې ويل فلسطينيان بايد د رايو صندوقونو ته لاړ شی او خپل سياسی نظام وټاكی.

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د روژې د مباركې مياشتې د وروستې جمعې لمانځه خطيب د تهران د لكونو لمونځ ګوزارو په ټول كې ووئيل له فلسطين او قدس شريفه زمونږ د ملاتړ دوه اساسه دی، دا چې اسلام نړۍ يو واحد امت دی او مونږ د مظلومانو ملاتړی يو.
د رهبرۍ د خبرګانو شورا غړی او د تهران د جمعې لمانځه خطيب د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت د ايران د مسلمان ملت ولولناك او ميليونی لاريون ته په اشارې سره وويل صهونيسټان خپلې ټولې هڅې كاروی چې د قدس د ورځې لاريون ونه لمانځل شی خو د قدس د ورځې لاريون په ايران او درستې نړۍ كې له هر كاله په لازيات پرتم او ولولې سره لمانځل كیږی.
سيد احمــد خاتمی دغه راز د سپیڅيلی دفاع د اونۍ لمانځلو ته په اشارې سره ويل، اته كلنه سپیڅلی دفاع د امام خمينی په پهّ الهی تدبيرونو سره اداره شوه او هغه بزرګوار پهّ عمل كې وښودله چې ولايت فقيه د شخړې د مديريت توان لری.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب زياته كړه د رهبرۍ ستر مقام پّه تيرې اوونۍ كې پخپلو ژورو خطبو كې هم د اسلامی نظام نقشه مشخصه كړه او زياته ئې كړه، چې مخالفتونه او اعتراضونه د اساسی قانون د اصولو او قانون پهّ چوكاټ كې آزاد دی. او كه څوك وغواړی د اسلامی نظام اساس په نخښه كړی نو اسلامی نظام به په پريكنده توګه او قدرت سره له ځانه دفاع وكړی.
466636
captcha