IQNA

10:10 - September 23, 2009
د خبر لمبر: 1828102

ايت ا... خامنه ای: د قدس ورځې د ايران ملت خپله اراده او عظمت نړۍ ته نندارې ته وړاندې كړ

سياسی ډله: د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله خامنه ای د نيكمرغه كوچنی اختر د لمانځه په خطبو كښې په قدس ورځې دستورو كښې د ايران د خلكو د ستر ګډون او پرتمينه ګډون قدرونه وكړه.

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله خامنه ای په تهران پوښنتون كښې د نيكمرغه كوچنی اختر په خطبو كښې د نړۍ مسلمانانو او د ايران ملت ته د كوچنی اختر په مناسبت په مباركۍ ويلو سره قدس ورځ د ظلم په وړاندې دعدل د جبهې نښه او د حق دفاع وبلله.
حضرت ايت الله خامنه ای په قدس ورځې د اسلامی امت د ګډون د كمزوری كولو لپاره د پرديو سياسی ټولنو او رسندويو خوځښتونو ته په اشارې سره زياته كړه د قدس ورځ يوازې د فلسطين ورځ نه ده بلكې د اسلامی امت او د صهيونيسټ رژيم د سرطانی غدې په ضد د اسلامې امت د فرياد د رسولو ورځ ده.
د اسلامی انقلاب سترلارښود ټينګار وكړ د قدس ورځ يو نړيوال پيغام لری او هغه پيغام دا دی چې اسلامی امت زور ته نه تسليمیږی كه څه هم ظالم د سترو استكباری قدرتونو له ملاتړ څخه برخوردار هم وی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله خامنه ای د ځينو هيوادونو مشرانو مرعوب كيدا او د رسندويو له پروپاګنډو اوجنجال جوړولو دهغوې د وكې خوړلو ته په اشارې سره چې خيال یې كاوه د ايران د ملت په ارادې اغيز كولای شی زياته كړه د قدس ورځ د ايران د ملت اراده او عظمت چې دنړۍ په بيلابيلو سيمو كښې یې پراختيا موندلی ده نندارې ته وړاندې كړ.
د ايران داسلامی انقلاب سترلارښود د كوچنی اختر د خطبو په يوې بلې برخې كښې د سپیڅلی دفاع اونۍ رسيدا ته په اشارې سره په بيلابيلو ډګرونو كښې د ايران بريالی شتون او د ايران د ملت سترې علمی برياوې د سپیڅلی دفاع په وخت د ايران د ملت د ذاتی او داخلی ظرفيتونو د غوړيدا له كبله وبللې.
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود دغه راز د ايران له انتخاباتو د وروسته پیښو د تورنو كسانو په جرمونو او د هغوې په اعترافاتو د غور د محكمو ترسره كيدا ته په اشارې سره ډاګينه كړه د ځان په ضد د كسانو اعتراف د تايد وړ دی خو د بل په ضد د هغه معتبريدل یې ترهغه وخته چې ثابت شوی نه وی جايز ونه باله او ټينګار یې وكړ د ځينو نورو كسانو د نا ثابت شويو څرګندونو په اساس نور كسان نشو تورنولای او دغه خبره د منلو وړنه ده او ظلم دی او شرعا جايزه نه ده.
467401
captcha