IQNA

19:02 - September 22, 2009
د خبر لمبر: 1828105

علامه فضل الله: امريكا او اسرايئل هڅه كوی ايران دعربو هيوادونودښمن وښئ

سياسی او ټولنيزه ډله: د لبنان ستر دينی او سياسی شخصيت علامه محمد حسين فضل ا... وويل امريكا او د هغې اروپائی ملګری نيت لری له اسلامی او عربی نړۍ څخه په ناسمې استفادې سره د هغوی امنيتی، سياسی او اقتصادی بنسټونه تباه كړی

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، علامه محمد حسين فضل ا... وويل امريكا او د هغې اروپائی ملګری نيت لری له اسلامی او عربی نړۍ څخه په ناسمې استفادې سره د هغوی امنيتی، سياسی او اقتصادی بنسټونه تباه كړی او د اسلامی او عربی هيوادونو په اړيكو كې خار پار او فتنه رامينځته كړی.
دغه لوړ پوړی لبنانی مقام د باراك اوباما په مشرۍ د امريكا د نوی حكومت سياستونه د دغه هيواد تيرو حكومتونو پهّ څير وبلل او وې ويل د امريكې نوی حكومت هم د دغه هيواد د نوور حكومتونو په شان د واشنګټن او اسرائيلو د ګټو په تامينولو پسې دی.
علامه فضل الله په سيمې كې د اقتصادی مركزونو د جوړولو لپاره له صهونيسټ رژيم سره د ملګرتياؤ په علت پر ځينو عربی هيوادونو په نيوكو سره وووئيل زه دغه هيوادونه د فلسطين د قضّیې په وړاندې د لټۍ په دليل محترم نه ګڼم او دا مجرمان دی.
د لبنان ستر دينی او سياسی شخصيت علامه فضل ا... د تيرې يكشنبې په ورځ د يوې فتوا په صادرولو سره له صهونيسټ رژيم سره د هرډول اړيكو عادی كول حرام وبلل او وې ويل له صهونيسټ رژيم سره د اړيكو د عادی كولو په حراميدا كې ټول مسلمانان شاملیږی.
466907
captcha