د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت ا... العظمی سيد علی خامنه ای د نرم آوزارۍ په جنګ كې د اسلامی جمهوری نظام د مخالفانو د پلانونو د اصلی كرښو او بيلابيلو اړخونو په بيانولو سره د هوښيارۍ او وحدت د ساتلو په ضرورت ټينګار وكړ.
حضرت ايت ا.. خامنه ای پهّ اوسنيو شرائطو كې د نظامی جنګ احتمال ډير كمزوری وباله او جوته ئې كړه دښمن پهّ نفسياتی او يا نرم جنګ سره له اسلامی نظام سره دښمنۍ ته مخه كړې ده او پهّ دغه جنګ كې د دښمن اصلی هدف د نظام د پياوړو ټكو او فرصتونو په كمزورو ټكو او ګواښونو بدلول دی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود له اسلامی ظام سره پهّ نرم جنګ كې د دښمن د پلانونې اصلی كرښو پهّ بيانولو سره زياته كړه، د هيلو د نخښو داغې كول او په نهيلۍ او شكونو د هغو بدلول او د ټولنې د پوهې له مينځه وړل د مخالفانو يوه روده ده.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت ا... ا... العظمی سيد علی خامنه ای زياته كړه د ايران د ولسمشرۍ پهّ وروستيو انتخاباتو كې د ولس د پنځه اتيا فی صدی خلكو ګډون او له ديرشو كلونو وروسته نظام ته د ملت د پابندۍ اعلان، او په بې مخينو او ډيرو زياتو رايو سره د ولسمشر ټاكل داسې پياوړی ټكی شميرل كیږی چې د نظام مخالفان هڅه كوی دغه امتياز په شك او نااميدۍ بدل كړی.
حضرت ايت ا.... خامنه ای دغه راز د دې خبرې پهّ بيانولو سره چې له انتخاباتو وروسته بلواګانې بشپړ پلان شوې وې زياته كړه، دغه دسيسه د خدای په فضل او مهربانۍ سره شنډه شوه او د دښمن غشی پخپله د هغوی په لور ورستون شو .
ددغې كتنې په پيل كې هم د رهبرۍ د خبرګانو شورا مشر ايت آ... هاشمی رفسنجانی هم د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د خبرګانو د شورا له استاذو سره د كتنې د فرصت په پيدا كولو په مننې سره د معظم لارښود ويناوې غوټه پرانيستونكی وبللې او وې وئيل د خبرګانو د شورا وروستۍ غونډه ډيره ګټه وره وه.
469203