IQNA

سپیڅلی دفاع د ايران د ملت د توان، هيلې او په نفس د باؤر يوه ارزښتمنه خزانه ده

7:57 - September 28, 2009
د خبر لمبر: 1830700
سياسی ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت ا.. احمد جنتی دغه راز د قدس د نړيوالې ورځې پيغام هر اړخيز او نړيوال وباله او وې وئيل دغه صهونيسټ ضد حركت د اسلام په پاك دين كې د ظلم په خلاف د روحیې ښودونكی او د پيغمبر اكرم د حكمونو په اساس دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ايت ا.. احمد جنتی د صهونيسټانو په ظلم او نيواكګرۍ نړيوال اعتراضونه سږ كال د قدس په ورځې په لاريونونو كې د مسلمانانو او غير مسلمانانو په پراخ ګډون سره په لا ډير پرتم او ولولې سره ترسره شول .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب دغه راز د سپیڅيلی دفاع اونۍ ته په اشارې او د عراق د بعثی رژيم او د هغو له ملاتړو سره په مقابلې كې د ايران د ملت د مظلوميت او تنهائۍ په بيانولو سره ټينګار وكړ سپیڅلی دفاع د ايران د ملت د توان، هيلې او په نفس د باؤر يوه ارزښتمنه خزانه ده.
ايت ا... جنتی دغه راز د رهبرۍ د خبرګانو شورا له مشر او غړو سره د اسلامی انقلاب د معظم لارښود كتنې ته پهّ اشارې سره ووئيل د دښمن دسيسو او پلانونو او د نرم جنګ موضوع او دغه راز له مسئلو سره د مسئولانو او شخصيتونو په میړنی چلند ټينګار ته د رهبرۍ د ستر مقام اشاره د هغه بزرګوار ارزښمن ټكی وبلل .
هغه دغه راز د رهبرۍ په خبرګانو شورا كې د كردستان د خلكو د استاذی ماموستا محمد شيخ الاسلام د شهادت په باب پهّ تسليت وئيلو سره جوته كړه، دغه ترهه ګر اقدام د كردستان له هغه میړنی او يو موټی ولسه د دښمنانو د غچ نښه ده چې په دغې سيمې كې په تير مئ مياشت كې ئې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د سفر په وخت يووالی او وحدت نندارې ته وړاندې كړی ؤ.
469339

captcha