IQNA

13:16 - October 07, 2009
د خبر لمبر: 1834785

ايت الله خامنه ای: له ايران څخه دهيوادونو د ويرولو د پروژې به ناكامیږی

سياسی او ټولنيزه ډله: له ايران څخه د هيوادونو د ويرولو د پروژۍ په ناكامۍ د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار وكړ

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ا ی ډاګينه كړه نسكوريدا د هغو زور ويونكی برخليك دی چې هڅه كوی خپلې غوښتنې په ملتونو وروتپی.
د ايران د اسلامی انقلاب سترلارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای چې د ايران د ټولو قواو قوماندان هم دی پرون د ايران په شمال كښې د مازندران ولايت په نوشهر ښار كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د پوځ د سمندری عسكرو د پوهنتونونو او اكیډميو د محصيلينو په ټول كښې د وينا په وخت ټينګار وكړ چې زور ويونكی قدرتونه به له ايران څخه دهيوادونو د ويرولو په پروژۍ كښې ناكامه پاتې شی.
د ايران د اسلامی جمهوريت د ګواښ د ښودلو لپاره د سلطې د نظام د طرحې په ناكامۍ د اسلامی انقلاب د ستر لارښود ځانګړی ټينګار د مينځنی ختیځ او فارس خليج په هيوادونو كښې له ايران څخه د ويرې د رامينځته كولو لپاره د امريكا په سياستونو څارونكی دی.
د امريكا د سپينې ماڼۍ دغه سياست د امريكا د پخوانی ولسمشر جارج بوش د ولسمشرۍ په دوهم پړاو كښې د امريكا د ځينو اروپای متحدانو په ملاتړ سره خپل اوج ته ورسيد او د امريكا د اوسنی ولسمشر باراك اوباما د ولسمشرۍ په پړاو كښې هم تقريبا هماغه راز دوام لری.
د ايران د اسلامی جمهوريت د پرمختلليو دفاعی امكاناتو، توغنديو او مانورو په هكله په بيلابيلو زمينو او وختونو كښې د ايران له پرمختګونو سره د لويدیځو هيوادونو د چلند د څرنګوالی په هكله غور د ايران د اسلامی انقلاب د ستر لارښود دغه ليدتوګه تايدوی.
امريكا او متحدانو یې يو وخت هڅه كوله چې ايران يو كمزوری او شاته پاتی هيواد وښيی.
د امريكا او په كلی توګه د اسلامی انقلاب د مخالفو لويدیځو هيوادونو هدف دا وو چې تر خپلې سلطې لاندې او ازادی غواړو ملتونو ته داسې القا كړی چې هیڅ ملت او حكومت په سلطه ګرو قدرتونو له اړوندوالی او له سلطې نظام څخه خپلواكه نشی كولای چې اقتدار او پرمختګ ترلاسه كړی.
د دغه نظریې په اساس لويدیځو هيوادونو د خپلو پراخو تبليغاتی رسندويو په مرسته په اسلامی ايران كښې هرډول پرمختګ تر پوښتنې لاندې راوسته او هڅه یې كوله د سيمې د خلكو په ذهنونو كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د علمی، سياسی، اقتصادی او دفاعی برياو او پرمختګونو په وړاندې يو ډول ناباوری رامينځته كړی.
په وروستيو كلونو په تيره بيا هغه وخت چې امريكا د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د ايران د اټومی مسلې د وړاندې كولو هڅه وكړه د سپينې ماڼۍ لخوا بله ستراتژۍ غوره كړې شوی ده.
د ايران د اسلامی انقلاب په دريمې لسيزې كښې د ايران اسلامی جمهوريت په ټولو زمينو كښې داسې پرمختګونه وكړل چې له هغوې څخه انكار كول حتی د لويدیځ د سترو تبليغاتی رسندويو او ماشين لپاره هم سخت وو.
په هم دې امريكا او متحدانو یې له ايران څخه د هيوادونو د ويرولو ستراتژۍ غوره كړی ده چې ايران اسلامی جمهوريت د فارس خليج او مينځنی ختیځ سيمې د هيوادونو په ضد د يوه ګواښ په توګه معرفی كړی.
د هم دغه سياست په چوكاټ كښې ده چې د ايران توغندوی دفاعی توان نه يوازې د سيمې بلكې د اروپا او حتی د امريكا لپاره هم خطر ښودل كیږی او له اټومی انرژۍ سوله ا يزې استفادې ته هم اټومی وسلو ته د ايران د رسيدا لپاره د تهران د پټې هڅې لقب وركول كیږی.
خو هماغه ډول چې د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود ډاګينه كړه د نړۍ زور ويونكی به له ايران څخه د هيوادونو د ويرولو په طرح كښې ناكامه پاتې شی ځكه چې د ايران دفاعی توان او نور پرمختګونه په نړۍ كښې د هیڅ ملت او هیڅ ګاونډی هيواد لپاره ګواښ نه دی بلكې د مشر تابه د ستر مقام په تعبير داسې فرصت دی چې ملتونو ته د پرمختګ او وياړ لاره ورښيی.

475228
captcha