IQNA

د تركیې د اساسی قانون عدالت د قران د يادولو لپاره د عمر حد ټاكلو سره مخالفت وكړ

7:10 - October 12, 2009
د خبر لمبر: 1836345
نړيواله ډله: د تركیې د اساسی قانون عدالت د تركیې د اداری عدالت د يوان غوښتې سره چې دا یې غوښتی وو چې د ګرمۍ په تعطيلاتو كښې د قران د زده كړې لپاره د عمر قيد لګولو سره مخالفت وكړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې له Star یې نقلوی، د تركیې د اساسی قانون مطابق هغه ماشومان چې پينځم یې پاس كړی وی او عمر یې دولس كاله وی نو هغه د ګرمۍ په تعطيلاتو كښې د قران د زده كړې په كلاسونو كښې ګډون كولی شی خو دا په داسې حال كښې ده چې ډېرې مسلمانانې كورنۍ دا خوښوی چې د هغوی ماشومان دې له وړوكوالی د قران په كلاسونو كښې ګډون وكړی.
همدا درخواست د تركیې عدالت ته وړاندې شو چې دا قانون دې ختم كړې شی خو عدالت دا كار د قانون مخالفت وګاڼه او دې غوښتې سره مخالفت وكړ.
477003
captcha