د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې "haberfx" خبری اژانسه یې نقلوی چې د دې مظاهرې انتظام د اقراء انجمن كړې ؤ په دې مظاهرې او لاريون كې ګډون كوونكو د تركی په ښونځو او پوهنتونونو كې د اسلامی پردې د ممنوع شونی پر خلاف نعرې ووهلې او د تركی د حكومت دا كار یې محكوم كړ
د اقراء د انجمن يو مشر "محمد ار اوغلو" د مظاهرو كوونكوپه ټول كې وويل چې نن دې دلته د زمونږ د راټوليدو مقصد دا دی چې مونږ نړۍ ته خپل اواز ورسوو چې مونږ په دې بنديز سخت اعتراض لرو دا څنګه كيدای شی چې يوه مسلمانه ښځه له پردې منعې كړې شی دا يو غټ ظلم دی او د خلقو په عقيدو باندې حمله ده
هغه زياته كړه چې د دغه قانون جوړونكې ته مونږ تنبيه خبردارۍ وركوو چې مونږ د خپل دریځ نه به هیڅ كله وروسته نه شو او د ستاسو دغه تور قانون به هیڅ كله ونه منو
په دې لاريون كې څه ناوړه پیښه رامينځ ته نه شوه او دا لاريون او مظاهره ډير امن سره پاې ته ورسيد
477408