IQNA

د افغانستان په كابل كښې د امام جعفر صادق عليه السلام په هكله نړيوال سمينار

7:29 - October 15, 2009
د خبر لمبر: 1837434
علم او تفكر ډله: د امام صادق عليه السلام د علمی شخصيت د څیړنو په غرض په كابل كښې يو نړيوال سمينار پيل شوی دی چې پكښې د افغانستان ، تاجكستان او د ايران داسلامی جمهوريت پوهان او چارواكی ګډون كوی او تر درو ورځو پورې به دوام ولری
د افغانستان ولسمشر حامد كرزی هم نن د حضرت امام جعفر صادق عليه سلام د علمی او معنوی مقام په مناسبت نړيوال سيمنار ته په خپل پيغام كې ووئيل،په اسلامی نړۍ كې د فلسفې او علم كلام بنسټګر امام جعفر صادق دی او د اسلامی نړۍ خورا لوی او مهم مدرس شميرل كیږی . هغه زياته كړه امام صادق پر دې سربيره چې يو بې بديله مدرس او لوی شخصيت دی د يوه اسلامی مذهب پيشوا هم دی . حامد كرزی هيله وكړه ددغه لوی امام په نامه په معنوی او علمی سيمنار كې ددغه امام بزرګوار د شخصيت نوی او لازيات اړخونه وپيژندل شی .
د حضرت امام جعفر صادق عليه سلام د علمی او معنوی مقام په باب نړيوال سيمنار چې پرون مازدیګر په كابل كې پيل شوی د افغانستان ، تاجكستان او د ايران داسلامی جمهوريت پوهان او چارواكی ګډون كوی او تر درو ورځو پورې به دوام ولری

478448
captcha