IQNA

آيت ا... جنتی د ايران او ۵+۱ ډلې خبرې د ايران د عزت او اقتدار سبب وبللې

16:49 - October 17, 2009
د خبر لمبر: 1837733
سياسی ډله: آيت ا... جنتی په جنيوا كې د ايران او ۵+۱ ډلې خبرې د ايران د عزت او اقتدار سبب وبللې.آيت ا... جنتی هم دا راز دغه خبرې اترې ايران لپاره فتح وبلله او جوته یې كړه، لودیځ هيوادونه اوس پوهیږی چې بايد له ايران سره لاس بره چلند ونلری.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، آيت ا... جنتی وويل، د جنيوا غونډه د تهران د وړانديزی پيكچ په اساس ترسره شوه، او پكښې د ايران د سوله ايزو اټومی فعاليتونو د موضوع د چورليز ګرځولو لپاره د ځينو لودیځو هيوادونو هڅې بې نتيجې پاتې شوې.
هغه د ايران د ملی امنيت د لوړې شورا له منشی سره د امريكا د خارجه وزارت له مرستيال ويليام برنز كتنه، د امريكې غوښتنې ته ځواب او د ايران دریځ یې ډير عزتمن وجاجول.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ټينګار وكړ، دغه كتنه، د خبرو اترو په چوكاټ كې تر سره نه شوه او امريكې په مقابل كې د ايران دریځ د حضرت امام خمينی ره د موياتو او د اسلامی انقلاب د ستر مشر حضرت آيت ا.. خامنه ای د احكامو په اساس او نه بدليدونكی وباله.
هغه د نړيوال استكبار سره د مبارزې نړيوالې ورځې يعنې د نوامبر ۴ نیټې ته په اشارې سره، د دې ورځې د قدرونې په ضرورت ټينګار وكړو او وې ويل، د ايران د خلكو انقلابی خوځښت ته د ګوزار وركولو لپاره د دښمنانو دسيسې بې نتيجې دی ځكه چې اسلامی انقلاب د خلكو په دين او باورونو كې جرړه لری.
479122
captcha