د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، آيت ا... جنتی وويل، د جنيوا غونډه د تهران د وړانديزی پيكچ په اساس ترسره شوه، او پكښې د ايران د سوله ايزو اټومی فعاليتونو د موضوع د چورليز ګرځولو لپاره د ځينو لودیځو هيوادونو هڅې بې نتيجې پاتې شوې.
هغه د ايران د ملی امنيت د لوړې شورا له منشی سره د امريكا د خارجه وزارت له مرستيال ويليام برنز كتنه، د امريكې غوښتنې ته ځواب او د ايران دریځ یې ډير عزتمن وجاجول.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ټينګار وكړ، دغه كتنه، د خبرو اترو په چوكاټ كې تر سره نه شوه او امريكې په مقابل كې د ايران دریځ د حضرت امام خمينی ره د موياتو او د اسلامی انقلاب د ستر مشر حضرت آيت ا.. خامنه ای د احكامو په اساس او نه بدليدونكی وباله.
هغه د نړيوال استكبار سره د مبارزې نړيوالې ورځې يعنې د نوامبر ۴ نیټې ته په اشارې سره، د دې ورځې د قدرونې په ضرورت ټينګار وكړو او وې ويل، د ايران د خلكو انقلابی خوځښت ته د ګوزار وركولو لپاره د دښمنانو دسيسې بې نتيجې دی ځكه چې اسلامی انقلاب د خلكو په دين او باورونو كې جرړه لری.
479122