د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د شام د خبری اژانس «SANA» یې نقلوی دا سيمينار چې د اسلامی، كلتوری او تعليمی سازمان (ايسسكو) په مرستې د اذربايجان په پلازمينې باكو كر تر سره شو همدا رنګ شارجه په 2014 ميلادی كال كې د اسلامی نړۍ كلتوری پلازمينې په توګه او د قطر پلازمينه په 2021ميلادی كال كې د اسلامی نړۍ كلتوری پلازمينې په توګه وټاكل شو
په دې سيمينار كې د اسلامی نړۍ كلتوری پلازمينې تر ميلادی كال 2024 پورې مشخص شوې دی چې د دغو ښارونو نومونه د ايسسكو ټولنې د اطلاع رسولو مركز كې ليدلې شئ
دې ټولنې (ايسسكو) په ويب پاڼې كې له ټولو اسلامی هيوادونو غوښتنه شوې ده چې يو بل سره د اتحاد او ورورولۍ ولری او هڅه وكړی چې په نړۍ كې سوله، بخښنه او د يو بل احترام او درناوې راولی او د دښمنانو د رسندويو چې د اسلامی باورونو سپكاوې دې كوی مقابله وكړی. او كلتوری تبليغ پراخ كړی
د د اسلامی هيوادونو د كلتوری وزيرانو شپږم سيمينار د لمريز كال د مهر مياشتې له 21 نیټې د اذربايجان په پلازمينې باكو تر سره شو او پرون د 23 نیټه یې خپل كار پاې ته ورسو
479061