د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «UI.EDU.NG» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا سمينار د ابادان د پوهنتون د عربۍ او اسلامی مطالعاتو د ډلې په مرسته په دې غرض چې مسلمانان په بيلا بيلو ډګرونو سياسی، ټولنيز، د ښوونې، كلتور او ... كښې د اسلام رول وپيژنی ترسره كیږی.
ځينې هغه موضوعات چې په دې سمينار كښې به ورباندې بحث كیږی هغه په دې ډول دی: په نيجريه د اسلام تاريخ، د نيجريه په ټولنه كښې مسلمانان، اسلام مسلمانان او د زده كړې برخه، په نيجريه كښې د قران زده كړه، په نيجريه اسلامی قانونونه، اسلام او د نيجريه د مسلمانانو اقتصاد، اسلام او رسندویې، اسلام او ملی امنيت، د نيجريه په خلكو باندې د اسلامی كلتور اغيزې.
480201