IQNA

9:14 - October 20, 2009
د خبر لمبر: 1839285

په بيروت كې د ايران سفير د لبنان يو مفتی سره كتنه وكړه

سياسی او ټولنيزه ډله: په بيرو ت كې د ايران سفير د اكتوبر د مياشتې په 18 نیټه د لبنان د اهل سنتو مفتی سره كتنه كړې ده

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د لبنان د څانګې د يو راپور پر اساس، د ايران سفير محمد رضا شيبانی د لبنان د اهل سنتو مفتی ښاغلی محمد رشيد قباتی سره ليدنه كړې ده په دې ليدنې كې د لبنان او د سيمې مسلې بيا په تيره د فلسطين په هكله خبرې اتر وكړې
په لبنان كې د ايران سفير دې كتنې نه پس د خبريالو په ټول كې وويل چې په دې كتنې كې د دواړو هيوادونو استازيو د فلسطين پر خلكو د اسراييلو ظلمونو په هكله خبرې اترې وشوې
محـمد رضا شيبانی د اسراييلو د ظلمونو په هكله د ګولډ سټن د اوسنې راپور ته په اشارې سره وويل چې په دې راپور او ګزارش كې یې د اسراييلو لږ شان ظلمونه بيان كړی دی حال دا چې د اسراييلو ظلمونه له دې ډير زيات دی
هغه زياته كړه چې د سيمې د خلكو د ستونزو او تكليفونو اصلا سبب د يهوديانو دغه نيواكګړ حكومت دی.
480736
captcha