د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس حضر ت ايت ا... العظمی سيد علی خامنه ای نن مازديكر پخپل پيغام كې د اسلامی انقلاب د نامتو قوماندانانو شهيد نور علی شوشتری او شهيد محمد زاده پشمول د لسګونو شيعه او سنی مسلمانانو د شهادت په مناسبت په مباركۍ او تسلیّت وئيلو سره ټينګار وكړ ، په سيستان او بلوچستان كې د خونخوارو او پیّلو ترهه ګرو جنايت د امنيت او وحدت د دښمنانو سپيره څيره چې د ځينو استكباری حكومتو له خوا ئې ملاتړ كیږی ، لا ښكاره كړې ده
د اسلامی انقلاب ستر لارښود روښانه كړه دښمنان دې پوه شی چې دغه غير انسانی او جنايتكار اقدامات به د وياړ او عزت د لارې پهّ كچ كولو كې د ايران دملت او مسئولانو كلك هوډ چې هما غه د اسلام لاره او د شيطان له جنود سره د مبارزې لاره ده سست نه كړئ شی او د ايرانيو قومونو ،پرګنو او مذهبونو وحدت او يووالی به هیڅكله كم نه كړائ شی
481142