IQNA

د انقلاب ستر لارښود قران د قاريانو په عزت كښې په اسلامی رهبرانو كښې له ټولو زيات دی.

9:14 - October 20, 2009
د خبر لمبر: 1839298
نړيواله ډله: په جمهوری اسلامی ايران كښې قرانی كارونه د هغې مخپرتګ او پراخيتا د حضرت آيت‌الله خامنه‌ای د خاص نظر لاندې دی، او دا د دې نښه ده چې په اسلامی ټولنه كښې هغه قران ته محوريت وركوی هغوی د قاريانو په عزت كښې په اسلامی رهبرانو كښې له ټولو زيات دی.
د مصر مشهور قاری محمد احمد بسيونی، د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د حضرت آيت‌الله خامنه‌ای قرانی كارونو ته په پام وويل: په جمهوری اسلامی ايران كښې قرانی كارونه د هغې مخپرتګ او پراخيتا د حضرت آيت‌الله خامنه‌ای د خاص نظر لاندې دی او همدا د ايران د قاريانو او د قرانی كارونو د مخپرتګ سبب دی.

هغه د جمهوری اسلامی ايران لپاره د دعا وكړه او ویې ويل: دا حكومت د تيروريسم غوندې د خطرناكو دښمنانو تبليغاتو سره مخامخ دی خو د اسلامی انقلاب د ستر لارښود د قرانی كارونو بركت دی چې تر اوسه هغه د اسلام او مسلمانانو د وحدت بلنه وركوی.
479693
captcha