IQNA

په پاكستان كښې د اسلامی بانكدارۍ نړيوال نندارتون او سمينار ترسره كیږی

9:09 - October 20, 2009
د خبر لمبر: 1839301
نړيواله ډله: د اسلامی بانكدارۍ نړيوال نندارتون او سمينار د لړم د مياشتې له 11 تر 13 نیټې پورې د پاكستان په اسلام اباد د نړيوالو سمينارونو په مركز كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «iStockAnalyst» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د سمينار په دې غرض تر سره كیږی چې نړيوال سرمايه ګزاران خپلې سرمایې په اسلامی بانكدارۍ كښې ولږوی او ورسره نه يوازې د پاكستان بلكه د ټولې اسلامی نړۍ صنعت او اقتصاد اوچت شی.

دا پروګرام د پاكستان د اسلامی بيمې د مركز، د بانك اسلامی البركه، د حلال د صنعت د پراختيا د مركز او د لاهور د پنجاب د پوهنتون په مرسته ترسره كیږی.

په دې سمينار كښې له 2500 نه زيات د اسلامی نړۍ نمايندګان له مليشيا، بحرين، برطانيه، عربستان، سويزلينډ، انډونيشيا، بنګلديش، قرقيزستان، امريكې، لهستان، جنوبی افريقې او سويزلينډ، ګډون كوی.
480669
captcha