IQNA

د ايران او سری لنكا تر مينځ د كلتوری همكارې پراخيتا وجاجول شوه

9:08 - October 21, 2009
د خبر لمبر: 1839825
د كلتور او هنر ډله: په سری لنكا كې د ايران د كلتوری مركز مشر پرون 27 مهر د دې هيواد د ولسمشر سلاكار سره په كتنې كې د دواړو هيوادونو تر مينځ د كلتوری همكارۍ په پراخيتا ټينګار وكړ
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په سری لنكا كې د ايران د كلتوری مركز مشر «محمود رضا مرندی» د سری لنكا د ولسمشر سلاكار ښاغلې «عبدالستار» سره په كتنې د دې مطلب د بيانولو په ترڅ كې د ايران او سری لنكا د كلتوری مشتركاتو په هكله خبرې اترې وكړې
همدا راز په دې ليدنې كې په كونایګله ښاركې د كلتوری مركز د جوړيدو بنياد هم كیښودل شو په دې مراسمو كې په سری لنكا كې د ايران د كلتوری مركز مشر د سری لنكا د مذهبی چارو وزارت د كلتوری برخی مشر ښاغلی نبوی او د سری لنكا د ولسمشر سلاكار ښاغلی عبد الستار هم موجود و
481416
captcha