IQNA

په انډونيشيا كښې په حكومت كښې كار كوونكی كسانو باندې د قران زده كړه ضروری شوه

9:06 - October 21, 2009
د خبر لمبر: 1839878
نړيواله ډله: د انډونيشيا د «گرنتالو» ښار د فرماندارۍ له خوا حكومتی كاركوونكيو باندې د قران زده كړه ضروری شوه.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «Jakarta Post»ورځپاڼې یې نقلوی، د ګرنتالو ښار فرماندارۍ د دې ښار په مسلمانانو كاركوونكيو باندې د قران زده كړه ضروری كړه چې هره جمعه به د قران د صحيح قرائت د زده كړې په ټولګيو كښې ګډون كوی چې صحيح قران زده كړی.

د ګرنتالو د ښار مشر «ادهان دمبيا» په دې هكله وويل: د دې فيصلې اصلی سبب دا و د ډېرو حكومتی كارمندانو قران په صحيح طريقې سره نه و زده نو له همدې سببه ورته د قران كلاسونه كیښودی شو چې په صحيح طريقې سره قران زده كړی.

انډونيشيا د ايشيا په جنوب شرقی سيمه كښې يو هيواد دی چې په نړۍ كښې له ټولو زيات مسلمانان هلته وسیږی.
481312
captcha