د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، د ايران د اسلامی انقلاب سترلارښود نن دحضرت معصومه س عليها دنيمكرغه زوكړې له كليزې سره په يو وخت دقران مجيد په زرګونو څیړانده ميرمنو او دقران مجيد له فعالانو سره په كتنې كښې جوته كړه اسلام دين دپوهې ، تحقيق ، څیړڼې ، تربيت ، او ابادونې ته درسيدا لپاره په كورنۍ ،ټولنې او نړيواله سويه دميرمنو دډيرو استعدادونو دغوړيدا زمينه برابروی .
دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود دايران داسلامی جمهوريت دنظام جوړيدل دقرانی بيا ابادونې لپاره ترټولو ښه عملی زمينه وبلله او زياته یې كړه بايد هڅه وشی په دې چوكاټ كښې په تحقيقاتی ، عملی او د زده كړې په مركزونو كښې دچلندونو او دنړيوالو ، سياسی ، سازمانی ، مديريتی او فردی چلندونه دقران او اسلام په اساس بڼه خپله كړی .
481624